سوداگري

د مس عینک د کان کېندنې بهیر به په نږدې راتلونکي کې پیل شي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۴۰۰)

د کانونو او پترولیم وزارت څرګنده کړې، چې په نږدې  راتلونکي کې به د چین ام سی سی شرکت په کابل  کې  خپل د فتر پرانیزي او د مس عینک کان د استخراج د بهیرپه اړه به خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د کانونو او پترولیم وزارت وايي، چې د افغانستان د کانونو په سکتور کې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو د پانګوالو پر پرتله د چین هېواد پانګوالو لیوالتیا د افغانستان د کانونو له سکتور سره زیاته شوې ده.

د کانونو وزارت هڅه کوي، چې د هېواد د کانونو په سکتور کې ډېره پانګونه جذب کړي.

د کانونو او پترولیم وزارت وايي،  چې  د چین  هېواد له MCC شرکت سره يي  خبري  پیل کړي او د روا نې میاشتې په پای کې به دا شرکت په  کابل کې  خپل  د فتر پرا نیزي.

د کانونو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په مس عین کان کې د استخراج د بهیر پیل په وړاندې کومه  ستونزه  نشته او په نږدې راتلوونکي کې به پیل شي.

د کانونو او پطرو لیم وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان ویلي: د اسلامي امارت رهبرۍ د قرارداد په اړه څېړنې کړي؛ کوم خاص مشکل نلري. له ام سی ي شرکت سره خبرې شوي او د مس عینک کان د استخراج لپاره به خپل دفتر په کابل کې پرانیزي.

د خصوصي سکتورغړي هم د افغانستان د لویو کانونو د استخراج  د بهیر له پیل کیدو هرکلی  کوي او زیاتوي، چې له دې سره به مو د هېواد په اقتصادي  نظام  کې مثبت بدلونو نه رامنځته شي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ په نړیوالو مارکیټو نو کې د میس بیه هم لوړه شوې او د میس عنیک استخراج  به د هېواد په اقتصادي نظام کې خورا مثبت اغېز ولري.

د خصوصي سکتور غړی بازمحمد غیرت زیاتوي: د هېواد د کانونو په سکتور کې د بهرنۍ پانګونې جذب مو د اقتصاد لپاره یوه اړینه اړتیا ده؛ ځکه، چې له دې سره به هم خلکو ته کار زیات شي او هم به مو خزانې ته له دې درکه ډېرعواید تر لاسه شي.

په دې وروستیو کې والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپورکې څرګنده کړې؛ چین غواړي د نړۍ د مسو سترکان استخراج کړي؛ ځکه دغه هېواد دمګړۍ مسو ته اړتیا لري او په نړۍ کې هم د مسو بیې لوړې شوې دي.

والسټریټ ژورنال په ډاګه کړې؛ چینایي لوري پدې اړه له افغان حکومت سره خبرې پيل کړي او هڅه کوي ژر دغه چاره ترسره کړي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دا چاره د رېل پټلۍ جوړولو ته هم اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version