سیمه ییز خبرونه

د مشرانو جرگې غړيو د څرخي پله له زندان ليدنه وكړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرگې د نړيوالو اړيكو كميسيون غړيو د څرخي پله له زندان څخه ليدنه وكړه.

د مشرانو جرگې غړي او د بيات بنياد رييس انجنيراحسان الله بيات، چې په دغه پلاوي كې يې گډون درلود؛  په ياد زندان كې يې له بهرنيو زندانيانو د ليدنې او د هغوى د ستونزو اوريدو وروسته له هغوى سره د يوه موټر او د يوې اوونۍ لپاره د بيات كلينيك د ډاكترانو له خوا د دوى د وړيا رملنې ژمنه وكړه .

د مشرانو جرگې د نړيوالو اړيكو د كميسيون ټاكل شوي پلاوي د څرخې پله له زندان د ليدنې پر مهال لومړى  د څرخي پله په زندان كې د بنديانو د دوسيو د څېړلو او د هغوى د جرمونو د څرنگوالي په اړه د دغه زندان له چارواكو سره خبرې اترې وكړي او وروسته يې په دغه زندان كې له بهرنيو بنديانو سره، چې ويل كيږي ډېري يې د نشه يې توكو د قاچاق په تور په دغه زندان كې شپې او ورځې تېروي ليدنه وكړه .

دغو بهرنيو بنديانو د خپلو دوسيو د څېړلو او په زندان كې د استوگنې د څرنگوالي په اړه خپلې ستونزې له سناتورانو سره يادې كړې .

د مشرانو جرگې غړي او د بيات بنياد مشراحسان الله بيات د يادو بنديانو د ستونزو له اوريدو وروسته له يادو بنديانو سره د خوراكي توكو د ليږدولو لپاره  د يوه موټر او د بيات بنياد د كلينيك د ډاكترانو له خوا د دوى د يوې اوونۍ لپاره د وړيا درملنې  ژمنه وكړه .

په پام كې ده، چې د مشرانو جرگې د نړيوالو اړيكو د كميسيون پلاوى له څرخي پله له زندان څخه د ليدنې رپوټ د مشرانو جرگې عمومي غونډې ته وړاندې كړي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version