سیمه ییز خبرونه
د مشعل بيات عالي ليسي فارغانو ته بريليكو نه ووېشل شول
د مشعل بيات دعالي ليسي لومړۍ دورې فارغانو ته د پوهنې وزارت او بيات بنياد د مسوولينو له خوا بريليكو نه ووېشل شول.
د مشعل بيات عالي ليسه د بيات بنياد له خوا د سري مياشي د مرستون ماشومانو ته جوړه شوې ، چې په كي خپلي زده كړې تر سره كړي.
د بيات بنياد لوى مشرسناتور انجنيراحسان الله بيات ژمنه وكړه، چې د دغې ليسي ځينو ممتازو فارغانو ته به په خصوصي پوهنتونو كې د زده كړې زمينه هم برابره كړي.
په هغو مراسمو كې، چې له همدې كبله د پنجشنبې په ورځ(د مرغومي ۲۸) جوړ شوي ول په كې د پوهنې وزيرغلام فاروق وردگ، د بيات بنياد او افغان سرې مياشتې مسوولينو برخه اخيستې وه.
د افغان سري مياشتي رييسې فاطمه گيلا ني له بيات بنياد څخه مننه وكړه، چې د دې ښوونځي په جوړولو يې سلگونه زده كوونكيو ته د زده كړې زمينه برابره كړې ده.
نوموړې د زده كوونكيو فراغت د بيات بنياد د هڅو پايله وگڼله او له بيات بنياد څخ يې د ځينو ستونزو په حل كې د نورو ورته مرستو هيله وكړه.
په همدې وخت كې د بيات بنياد لوى مشرسناتور انجنير احسان الله بيات د هغو ستونزو په حل كې د همكارۍ ژمنه وكړه، چې د سرې مياشتې د چارواكو له خوا وړاندې شول.
نوموړي وويل، چې:
د مشعل بيات د ليسې هغو فارغانو ته به په خصوصي تحصيلي موسسو كې د زده كړې زمينه هم برابره شي، چې له لومړۍ څخه تر درېيمې درجې پورې فارغ شوي دي.
د مشعل بيات ليسه په ۱۳۸۵ل كال كي د بيات د بنياد له خوا جوړه شوې، چې اوس ترې ۲۹ زده كوونكي فارغ شول.
په دغه ښوونځي كي په يو خت ۹۰۰ زده كوونكي زده كړه كوي.