سیمه ییز خبرونه
د مشعل بيات عالي ليسي له ښوونكو سره بيات بنياد ژمنۍ مرسته وكړه
د بيات بنياد د مرستو لړۍ د مشعل بيات عالي ليسې ته وريده. په دغه مرستو كي د ژمنيو گرمو جامو په گډون يوه اندازه غذايي توكي د بيات بنياد د مسوولينو په حضور كې پر ښوونكيو او نور كاركوونكيو ووېشل شول.
دبيا ت بنياد ژمنۍ مرستي د ټول هېواد په كچه پيل شوي او د ژمي په سختو او يخو شپو كې پر اړو او بېوزله خلكو وېشل كيږي.
د دغو مرستو د وېش پرمهال د بيات بنياد لوى مشرسناتور انجينر احسان الله بيات او ميرمن ليا بيات هم حاضرول.
مرسته شوي كسان وايي، چې:
دغه يوازنى خيريه بنسټ دى، چي د ژمي په دغه سختو شپو او ورځو كي يې له مرستو برخمن شو.
بيات بنياد هركال د ژمي په رارسيدو سره د هېواد په كچه خپلې بېړنۍ مرستې پيلوي او په اړو خلكو خوراكي توكي او البسه وېشي .
د يادونې وړ ده، چې دمشعل بيات عالي ليسه د افشارو په سيمه د بيات بنياد په مالي او معنوى مرسته جوړه او د هېواد سرې مياشتې ته سپارل شوې ده.