سیمه ییز خبرونه
د مشورتي لويې جرگې امنيت ډاډمن دى
امنيتي چارواكو د مشورتي لويې جرگې د امنيت له خونديتوب څخه بشپړ ډاډ څرگند كړى دى.
د كورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نجیب دانش وايي:
افغان سرتېري د هېواد د پلازمېنې د اوسيدونكيو او د مشورتي لويې جرگې د غړيو د نظم، خونديتوب او ډاډ لپاره خپلې نه ستړې كيدونكې هڅې روانې ساتلې دي.
د نوموړي په وينا، دا ځواكونه د كابل ښار پر واټونو سربېره ښار ته د ننوتو څلور واړه دروازې هم څاري.
دى زياتوي ، چې د نوموړې جرگې په درېيمه ورځ هم كومه ورانوونكې پېښه رامنځته شوې نه ده.
د هېواد د پارلمان غړيو فاروق نظری او فرخنده زهرا نادری او كابل ښاريانو هم د امنيتي ځواكونو هڅې ستايلي او د امنيت پر خونديتوب يې ټينگار څرگند كړ.
دغه امنيتي ډاډ په داسې حال كې څرگنديږي، چې امنيتي ځواكونو ټول هېواد ته د امنيتي څار د هڅو له غزولو خبر وركړى دى.