تازه خبرونه

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ؛ رسنۍ دې د اسلامي او ملي ارزښتونو له مخې فعالیت وکړي ـ اسلامي امارت

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر وايي، چې له تېر یو کال راپدېخوا په هېواد کې له ۱۰۰ څخه ډېر د رسنیو د سرغړونو پېښې ثبت شوې دي.

Published

on

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال، د مطبوعاتو د آزادۍ نړيوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې رسنۍ باید د اسلامي او ملي ارزښتونو پر بنسټ فعالیت وکړي، د ټولنې غوښتنې په پام کې ونیسي او د اسلامي امارت د رهبرۍ ویناوې پراخه خپرې کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر وايي، چې له تېر یو کال راپدېخوا په هېواد کې له ۱۰۰ څخه ډېر د رسنیو د سرغړونو پېښې ثبت شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په ټول هېواد کې لسګونه فرهنګي او رسنیز پروګرامونه ترسره شوي او د ځینو رسنیزو جوازونو وېش هم ترسره شوی او هڅې روانې دي، چې اداري بهیرونه ساده او د رسنیز خدمت کیفیت ښه شي.

مهاجر همدارنګه د هېواد اقتصادي وضعیت ته په نغوته(اشاره) کې ویلي، چې د اقتصادي شرایطو د ښه کېدا په اړه هیلې شته او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

نوموړي د خپلې وینا په یوه بله برخه کې معلوماتو ته د لاسرسي ستونزو ته هم نغوته کړې او ډاډ یې ورکړ، چې د دې ستونزو د حل لپاره لازم هڅې په پام کې نیول شوې دي.

همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خُبیب غفران ویلي، چې اسلامي امارت د رسنیو آزادۍ، د خبریالانو خوندیتوب او د شخصي حریم درناوي ته ژمن دی.

هغه د دې ورځې په مناسبت ټینګار کړی، چې رسنۍ دې په خپلو خپرونو کې د خلکو او حکومت ترمنځ اړیکو ته پاملرنه ولري؛ ځکه د وزارت موخه په ټول هېواد کې معلوماتو لاسرسی آسانه کول او مسلکي کول دي.

دغه راز د مطبوعاتو د آزادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت یونسکو په یوه پیغام کې د بیان آزادۍ د ساتنې او د ژورنالېزم د ملاتړ پر ارزښت ټینګار کړی او څرګندوي، چې دا د سولې بنسټ دی.

یونسکو زیاته کړې؛ باوري او تائید شويو معلوماتو ته لاسرسی یو غوراوی نه، بلکې د سوله‌ییزو، عادلانه او پایدارو ټولنو د جوړولو یوه بنسټیزه اړتیا هم ده.

د دې ادارې پر باور؛ کله، چې معلومات تحریف شي، د تفرقې او بې باورۍ زمینه برابروي؛ خو آزاد او رښتیني معلومات بیا حساب وړاندې کول پیاوړې کوي، خبرې اترې پراخوي او له بشري حقونو ملاتړ کوي.

دې ادارې زیاته کړې، چې د می درېیمه د دولتونو د ژمنې یادونه کوي، چې د رسنیو آزادۍ ته درناوی وکړي او همدارنګه د خبریالانو لپاره د مطبوعاتو د آزادۍ له ننګونو او مسلکي اصولو د فکر کولو فرصت هم دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د مطبوعاتو آزادي د ټولو آزادیو بنسټ دی.

دا ورځ په ۱۹۹۱ ز.کال کې د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري بنسټ(یونیسکو) وړاندیز کړې او په ۱۹۹۳ ز.کال کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې رسمي اعلان کړه.

په‌دې ورځ د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۱۹ مادې پر بنسټ د مطبوعاتو آزادۍ او خبریالانو ته درناوی کیږي.

دا ورځ له محدودیتونو او فشارونو سره د مخ رسنیو د ملاتړ څلی بلل کیږي او د هغو خبریالانو یادګار دی، چې په دنده کې مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version