نړۍ
د معمرالقذافي مخالفو ځواكونو د سرت ښار بندر ونيولو
د نړيوالو رسنيو د رپوټونو په حواله ويل شوي، چې:
د معمرالقذافي مخالف ځواكونه توانيدلي، چې د سرت ښار بندر په خپله ولكه كې راولي .
دا په داسې حال كې ده، چې د ناټو هوايي ځواكونو هم د ياد ښار د بندر پريو شمېر سيمو هوايي بريدونه ترسره كړي او د ياد ښار اوسيدونكي د معمرالقذافي او د هغه د مخالفو ځواكونو ترمنځ د دوامدارو نښتو پرلامل له لومړنيو امكاناتو بې برخي دي.
په سرت ښاركې د انقلابي ځواكونو يو تن كوماندان بن درداف وايي، چې:
د دوى ځواكونه قذافي ته له وفادارو ځواكونو سره له درندې نښتې ورسته تيره شپه بريالي شول، چې د دغه ښار بندر ونيسي .
انقلابي ځواكونه په داسې حال كې دغه بندر نيسي، چې د ناټو هوايي ځواكونو د ياد بندر يو شمېرسيمې بمبارد كړې وې .
ويل كيږي، چې د دغه ښار اوسيدونكي د دواړو خواوو ترمنځ د درندو او دوامدارو نښتو له لامله د لومړنيو امكاناتو لكه له دارو او درملو، برېښنا، اوبو او خواركي توكو بې برخې دي .
د انقلابيانو يو چارواكي ويلي، چې تر راتلونكيو څو ساعتونو به د دوى ځواكونه ښارته د ننه شي.
