تازه خبرونه
د معیار او کیفیت ادارې پلاوي له ایراني بنسټونو سره پر صادراتي او وارداتي خنډونو خبرې وکړې
د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس عبدالله بشیر او د دې ادارې د پلان او پالیسۍ رییس محمد حامد د ایران د سوداګرۍ خونې له غړیو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، د معیارونو د برابرولو او د شته ستونزو د اواري پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې پلاوي ایران ته په سفر کې د دې هېواد د سوداګرۍ خونې، د ملي اعتبار ورکولو مرکز او د نفتي، ګازي او پټروشیمي محصولاتو د صادرونکو ټولنې له مسوولانو سره لیدلي او د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د صادراتو او وارداتو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو خبرې کړې دي.
د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس عبدالله بشیر او د دې ادارې د پلان او پالیسۍ رییس محمد حامد د ایران د سوداګرۍ خونې له غړیو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، د معیارونو د برابرولو او د شته ستونزو د اواري پر لارو چارو خبرې کړې دي.
دغه راز د ایران د ملي اعتبار ورکولو مرکز له رییس سره په ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتبار ورکولو او د مطابقت ارزونې د پایلو د دوهاړخیزې منلو موضوع څېړل شوې ده.
د افغانستان پلاوي د ایران د نفتي، ګازي او پټروشیمي محصولاتو د صادرونکو ټولنې له مسولانو سره هم لیدلي او افغانستان ته د ایران د نفتي توکو د صادراتو پر وړاندې د شته خنډونو او ستونزو او د هغو د عملي حل پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس وړمه ورځ هم د ایران د سټنډرډ ادارې له استازو سره لیدلي او پر دوهاړخیزو همکاریو یې خبرې کړې وې.
د معیار او کیفیت ادارې ويلي، چې د دغو لیدنو موخه د سوداګرۍ پر وړاندې د تخنیکي خنډونو لرې کول، د دوهاړخیزو همکاریو پراختیا او د افغانستان او ایران ترمنځ د معیاري او ګټورو سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتول دي.