بی بی سی پښتو

د ملاله یوسفزۍ د ژوند اړوند ۷ خبرې

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۲۹, ۱۳۹۹
Getty Images
هغه وخت ملاله چې د ژوند او مرګ ترمنځ وه.

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ له بي بي سي سره تازه مرکه کې د خپلو زدکړو، د راتلونکي په اړه د هیلو او پر دې خبرې کوې چې ولې یې د برمنګهم ګړدود (لهجه) خوښ دی.

۲۳ کلنه ملاله دې مرکه کې د خپل ژوند پر نورو بېلابېلو اړخونو هم غږېدلې ده.

دلته مو د بي بي سي څلورمې راډیو سره د هغې د مرکې اووه مهم ټکي راخیستي دي.

۱: برمنګهم د هغې دویم کور دی

ملاله یوسفزۍ اته کاله وړاندې په داسې حال کې د برمنګهم ‘کوین الیزابت’ روغتون کې بستر شوه چې سر ته په ډزو لګېدلې او مرګوني حالت کې وه.

هغه د پښتونخوا سوات کې ښوونځي ته روانه وه چې ځايي طالبانو یې موټر ودراوه او ویې ویشته.

ملاله یوسفزۍ له دې کبله په نښه شوه چې ویل یې نجونې باید ښوونځي ته لاړې شي.

هغې په دې مرکه کې لارن لیورني ته ویلي کله چې په سد راغله نو پر دې نه پوهېده چې څومره موده به روغتون کې پاتې وي، نو مور پلار ته یې ویلي و چې د فزیک کتابونه یې ور وړي، ځکه پاکستان کې یې د ښوونځي ازموینې رانږدې وې.

ملاله وايي تر دې وروسته یې برمنګهم دویم کور شو.

هغه په مسکه څېره زیاتوي “لومړی مو باید د دې ځای لهجه زده کړې وی”. اوس د برمنګهم پر ځايي ‘برومي’ ګړدود حاکمه ده.

ملاله وايي: “سوات مې تل لومړی کور او له ځان هم راته ډېر ګران دی. هیله منه یم چې ژر بېرته پاکستان ته ولاړه شم او بېا خپل کور ووینم.’

۲: د زدکړو دوره څنګه وه؟

BBC
ملاله یوسفزۍ د ۲۰۱۸ کال مارچ کې سوات ته تللې وه.

ملالې یوسفزۍ تېر کال له اکسفورډ پوهنتون په فلسفه، سیاست او ټولنپوهنه کې سند تر لاسه کړ.

هغه د ګڼو نورو محصلینو په څېر اړ وه چې د دغه پوهنتون چاپیریال سره ځان بلد کړي.

اغلې یوسفزۍ وايي ‘دا لومړنۍ موقع وي چې تاسې له کور وتلو ته پکې اړ کېږئ – ځان بسیاینه در زده کوي.’

هغه وايي “د ژوند هغه ورځې مو ښې وي چې له ملګرو سره اوسئ، ګرځئ راګرځئ. د ژوند له یوې غمجنې تجربې وروسته دا لومړۍ موقع وه چې د ماشومتوب د راګرځېدو احساس مې وکړ.”

نوموړې زیاتوي:”پوهنتون ته تر تګ وړاندې ژوند پیکه و، خو چې پوهنتون ته ولاړم، خپل همزولي مې وکتل او د خپل عمر کسانو سره مې ناسته پاسته شوه، نو پوه شوم چې عمر مې دومره نه دی.”

هغه د کورونا وېروس له کبله اړ شوه چې له کور ازموینې ورکړي او د کورنۍ له غړو سره ډېر وخت تېر کړي.

خو ملاله یوسفزۍ اوس هم له خپلو ملګرو سره تماس کې ده او د ویډیو له لارې خبرې او مرکې ورسره کوي.

۳: د هغې د خپلې دورې مزاحیه ډرامې خوښې دي

د سند له ترلاسه کولو وروسته بېکاره وخت کې هغې ته د ‘بلیکاډر’، ‘اونلي فولز اینډ هارسز’ او ‘یس منسټر’ په څېر د پخوانیو ډرامو د لیدو وخت په لاس ورغلی.

ملاله به خندنۍ څېره وايي چې برېتانوۍ ډرامې یې خوښېږي او ګوري یې.

د هغې د ‘ویسټ اینډ’ مشهورې سندرې هم خوښې دي.

هغه وايي: ‘چې کله بریتانیا ته راغلم نو د دې ځای کلتور او فرهنګ راته بیخي نوی و.’

نوموړې زیاتوي چې د دې ځای موسیقي یې خوښه ده، ‘فېنټم اوف دې اوپېرا’ یې ډېره کتلې او د هغې هره سندره یې خوښېږي.

۴: هغه ‘بېبر’ دی

د هغې د جسټن بیبر له ‘نیور تر نیور’ کمپوز هم خوښ دی.

ملاله وايي دا سندرې یې پاکستان کې هم اورېدلې – که څه هم هغه مهال ورته پاپ موسیقي نوې وه، خو پاکستان کې د خلکو خوښېده.

۵: شخصیت یې حاکمانه خو مثبت دی

کله چې ترې وپوښتل شول چې شخصي ‘کورنی’ او بهر ژوند څنګه سره جلا کوي، نو ویې ویل “کور کې یوه جلا ملاله وي.”

هغه زیاتوي “زه یو رنګه حکم چلوم، په مثبت ډول – تل هڅه کووم چې خپل وروڼه وپوهوم”.

ملاله وايي چې پلار یې ضیا الدین د ښځو د حقونو ټینګ ملاتړی دی، خپلو خوېندو سره یې توند چلند بیخي نه خوښاوه:

“تل یې ما سره هم هغسې چلن کړی چې څنګه چې مې یې وروڼو سره کوي. “

هغه د خپل مور او پلار د مینې کیسه هم کوي.

وايي د مور پلار د لومړۍ لیدنې کیسه یې ښکلې ده.

ملاله وايي مور پلار یې بهر سره نشول لیدلی “مور مې کله ناکله د پلار کور ته راتله، له لیرې یې یو بل ته په غلا غلا کتل. د هغوي د مینې کیسه څه داسې وه.”

۶: ښايي یوه ورځ د سیاست ډګر کې ګام کېږدي

ملاله وايي چې کله کوچنۍ وه نو دا فکر به یې کاوه چې “که یوه ورځ لومړۍ وزیره شم نو هر څه به سم کړم. اوس راته مالومه شوه چې دا اسان کار نه دی ډېرې پیچلتیاوې لري.”

هغه زیاتوي: “اوس مې پام د نجونو پر زدکړو ورټول دی او وروسته مالومه نه ده. ۲۰ کاله وروسته سیاست ته په راوتلو غور کولی شم. هغه ته لا ډېر وخت مخ کې پروت دی.”

اغلې یوسفزۍ د هغه څه په رایادولو سره چې دا یې پاکستان کې د بشري حقونو فعالیت ته اړیسته وايي تل دا وېره ورسره وه چې ټول عمر به په همداسې چاپېریال کې د ژوند تېرول ورترغاړې وي.

۷: هغه د ‘اپلاتون’ او د ‘شونډو ملهم‘ ډېره شوقي ده

له هغې چې وپوښتل شول که کوم یوازې ټاپو ته ځي نو له ځان سره به څه یوسي، ویې ویل پوهنتون کې له اپلاتون سخته متاثره شوه او وبه غواړي چې د هغه ټول لیکل له ځان سره یوسي:

“له لېپ بام (د شونډو ملهم) پرته هم نشم اوسېدی نو دا به هم ځان سره وړم. نازک کمرنګه لېب بام چې ښکلی رنګ باسي. له دې سره تل خوشاله اوسېدی شم.”

Trending

Exit mobile version