تازه خبرونه
د ملا برادر پر مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون جوړ شو
(Last Updated On: ليندۍ ۲۲, ۱۴۰۱)
د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون جوړ شو.
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر نن (سې شنبه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د ملي تدارکاتو کمیسیون د اسلامي امارت د مشرتابه مولوي هبة الله آخوندزاده د فرمان پر بنسټ جوړ شو.
د رڼښت رامنځته کول، د اغېزمنو خدمتونو وړاندې کول، د تدارکاتو ستونزو ته د حل لارې موندل او د تدارکاتي فعالیتونو تنظیمول د دغه کمیسیون موخې دي.
د یاد کمیسیون غړي د مالیې او اقتصاد وزیران، د چارو ادارې رییس او د پروژې پر بنسټ د اړوند سکتوري وزارتونو وزیران دي.
د ملي تدارکاتو کمیسیون د روان کال د لیندۍ میاشتې پر ۲۲ نېټه خپله لومړۍ غونډه تر سره کوي.