تازه خبرونه

د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوی تهران ته رسېدلی

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۷, ۱۳۹۹)

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ټویټ کړې، چې د ایرانیو چارواکو په رسمي بلنه د دوی یو پلاوی د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ تهران ته رسېدلی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالب پلاوی به د ایران د بهرنیو چارو له وزیر، د افغانستان په چارو کې د هغه هېواد له ځانګړي استازي او نورو مشرانو سره د افغانستان پر امنیتي او سیاسي وضعیت، سولې او کډوالو بحث او خبرې وکړي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر ویلي، چې سوله له ستونزمن پړاو سره مخ شوې دواړه خواوې باید لازم یووالی را منځته کړي.

د اروپایي ټولنې سفیر اندریاس فون برانت وایي: زه فکر کړم، چې د سولې خبرې په ستونزمن پړاو کې دي؛ خو مهمه دا ده، چې په دوحه کې دواړه لوري په اړیکه کې دي او ټول څه هلته ندي. تاسې باید په کابل یا افغانستان کې لازم یووالی پیدا کړئ او هغه څه، چې مونږ یې هیله من یو دا دي، چې دواړه لوري په دوحه کې باید د لازمو امتیازاتو ورکړې ته چمتوالی ولري او د لارې د نقشې د جوړولو لپاره باید واک او سوله ګډه شي.

دغه راز د کابل په یوې څنډه کې، د وروستیو جګړو ځینې قربانیان او معلولان ټینګار کوي؛ داسې سوله غواړي، چې د خلکو عزت په کې خوندي شي.

د معلولانو او شهیدانو د ورثه وو ټولنې مشر سید آغا ملکزاده ویلي؛ داسې سوله غواړو، چې د ټولو حقونه په کې خوندي شي. داسې نشي، چې یو شمېر په واک و ځواک کې مستان وي او خلک په بدبختیو کې شي.           

د جګړې د یوه قرباني شوې کورنۍ غړې پري ګل ویلي؛ مونږ په افغانستانم کې رښتینې سوله غواړو، چې ښځې، ماشومان او میندې په کې ډاډمنې او خوندي وي.       

په کابل کې حکومتي لوړپوړي چارواکي هم پر سوله سلا مشورې کوي؛ ولسمشر غني د سې شنبې پر ورځ له حامد کرزي، عبدالله عبدالله او عبدرب الرسول سیاف سره لیدلي او د اوربند، تاوتریخوالي کمي، د سولې د ټینګښت،  سیاسي اجماع او د وینو د تویېدو پر مخنیوي بحث او خبرې کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي پر مشرۍ په داسې حال کې ایران ته سفر کړی، چې په دوحه کې د افغانستان حکومتي پلاوی د سولې خپلمنځي خبرو پیلولو ته په تمه دی.

Trending

Exit mobile version