تازه خبرونه
د ملا رسول په مشرۍ له طالبانو څخه د بېلې شوې ډلې سیاسي مرستیال ټپي شوی
د یو شمېر سیمه ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ په هرات ولایت کې د ملارسول په مشرۍ له طالبانو څخه د بېلې شوې ډلې سیاسي مرستیال ملا عبدالمنان نیازي د وسلوالو طالبانو په کمین کې ټپي شوی او ساتونکي یې وژل شوي دي.
د هرات ځايي چارواکو آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د طالبانو د بېلې شوې ډلې سیاسي مرستیال ملا عبدالمنان نیازی د دې ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د ملا هبت الله په مشرۍ د وسلوالو طالبانو په یوه کمین کې ټپي دی او درې ساتونکي يې وژل شوي دي.
کارپوهان ملا نیازی حکومت ته له نیږدې کسانو یادوي.
د راپورونو له مخې؛ حکومت پلوی طالب قومندان عبدالمنان نیازی اوسمهال د هرات په عامه روغتون کې بستر دی.
طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
ویل کیږي، چې ملا نیازی د ملا محمد رسول مرستیال دی. ملا محمد رسول د ۲۰۱۵ زېږدیز کال په نومبر کې له طالبانو څخه خپله ډله رابېله کړه او د همدې کال په جولای کې یې اعلان وکړ، چې طالب مشرملا عمر اخوند مړ شوی دی.
په هغه وخت کې د ملا عمر مرستیال ملا اختر محمد منصور په یوه مشورتي ناسته کې واک او ځواک خپل کړ او د طالبانو په مشرتابه یې جګړې پیل کړې.
ملا محمد رسول او ملا عبدالمنان نیازی د طالبانوهغه قومندانان ول، چې د مشر په توګه یې د ملا اختر محمد منصور ټاکل رد او خپله ډله یې بیېله کړه.
ملا اختر محمد منصور له ۲۰۱۶ زېږدیز کال د جولای له ۲۹ څخه د می تر ۲۱ نېټې د طالبانو مشر و؛ خو ایران ته نږدې د پاکستان په پوله کې د امریکا د هوایي ځواک لخوا ووژل شو.
ملا عبدالمنان نیازی پر ۱۹۶۸ زېږدیز کال د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې زیږیدلی او د طالبانو د رژیم پر مهال د کابل والي په توګه یې دنده ترسره کړې ده.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
لوبی5 days agoافغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
-
نړۍ4 days agoد امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه
-
روغتيا5 days agoپه ټول افغانستان کې د ګوزڼ واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان هوایي بریدونه به بېځوابه پاتې نهشي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

