تازه خبرونه
د ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ لوړپوړی افغان پلاوی ایران ته ولاړ
د سرچینو د څرګندونو له مخې، په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي، د ملا برادر د دفتر رییس عبدالله عزام او د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د اقتصادي برخې رییس حاجي حکمت شامل دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ یو لوړپوړی افغان پلاوی ایران ته ولاړ، چې د ایران د پخواني مذهبي رهبر آیتالله علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې، په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي، د ملا برادر د دفتر رییس عبدالله عزام او د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د اقتصادي برخې رییس حاجي حکمت شامل دي.
دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې ایران د اسلامي جمهوریت په تاریخ کې د تر ټولو سترې دولتي جنازې د ترسره کولو جمتووالی نیسي. دا شپږ ورځني مراسم د ایران او عراق په څو ښارونو کې ترسره کېږي.
د راپورونو له مخې د فبرورۍ پر اتهویشتمه د ایران او اسرائیل د شخړې پر مهال د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې خامنهيي وژل شوی؛ خو د جنازې مراسم یې ځنډیني ترسره کېږي.
د مراسمو پیل به د تهران په مصلی عبادتځای کې وشي او وروسته به د پلازمېنې له لارې د جنازې لوی لاریون ترسره شي. دغه مراسم به بیا د قم ښار ته وغځېږي او ورپسې به د عراق په نجف او کربلا کې هم ترسره شي. خامنهيي به د جولای پر نهمه د مشهد په پلرنۍ ادیره کې خاورو ته وسپارل شي.
ایراني چارواکي اټکل کوي، چې په دغو مراسمو کې به میلیونونه کسان ګډون وکړي او یوازې په تهران کې د شاوخوا ۲۰ میلیون کسانو اټکل شوی دی. د پراخو امنیتي او لوژسټیکي تدابیرو ترڅنګ، د سپاه پاسداران او نورو امنیتي ځواکونو له لوري د خلکو د کنټرول چارې پر مخ وړل کېږي.
تمه ده، چې د پاکستان په ګډونه څو نور بهرني پلاوي هم په دې مراسمو کې ګډون وکړي؛ خو د نورو سیمهییزو او نړیوالو مشرانو د ګډون جزئیات تر دې دمه تائید شوي نهدي.
د افغان پلاوي دا سفر د کابل او تهران ترمنځ د روانو ډیپلوماټیکو اړیکو ښه نښه ګڼل کېږي، چې په وروستیو کلونو کې یې د سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو موضوعاتو په اړه نږدې تماسونه ساتلي دي.