تازه خبرونه

د ملبورن ستارس کلب له ظاهر خان سره هوکړه لاسلیک کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۸, ۱۳۹۹)

د آسترالیا ملبورن ستارس کرکت لوبډلې چارواکو په ډاګه کړې، چې د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې ۲۱ کلن ظاهر خان به سږ کال د آسترالیا په بیګ باش لوبډلې سره لوبه وکړي.

د ستارس لوبډلې نن په خپله اوبپاڼه کې په ډاګه کړې، چې له دغه کیڼ لاسي افغان لوبغاړي سره یې په بیګ باش لیګ کې د لوبېدو تړون لاسلیک کړی دی.

د میلبورن ستارس په داسې حال کې له ظاهر خان سره تړون لاسلیک کړی، چې دغې لوبډلې تېره اوونۍ د انګلیند له جوني بایرستو او د ویست اندیز نیکولاس پوران سره هم د لوبېدو تړون لاسلیک کړی دی.

ظاهر خان په تېر پړاو کې (بریزین هیت) اته لوبې کړي او دې لوبډلې ته یې اته ویکتې واخیستې او په آی پی ایل کې یې کارایب او د پاکستان سوپرلیګ لوبډلې ته هم لوبی کړې دي.

ظاهرخان زیاته کړې، چې هغه له ستارس لپاره لوبېدلو ته هڅېدلی او دا لوبډله ترې تمه لري، چې نوموړی په راروان لیګ کې ښه ولوبیږي.

نوموړي دا هم ویلي؛ هیله من یم، چې د بیګ باش په پړاو کې ستارس ته لوبه وکړم؛ ښه غښتلې لوبډله ده  او زه له دې کلب څخه مننه کوم، چې ما ته یې د لوبېدو وخت راکړ. مونږ به په ګډه د بریاوو پړاو ولرو.

د ملبورن ستارس روزونکی دیوید هوسي هم له ظاهر خان سره د تړون له لاسلیکه هرکلی کړی دی.

دیوید هوسي ویلي؛ مونږ هیله من یو، چې ظاهر خان په دې پړاو کې له موږ سره وي. د هغه کیڼ لاس مونږ ته بېلابېلې غوراوي را پر برخه کوي. د آدم زامپا، تام اوکانل، کلینت هینچلیف، ګلن ماکسول او کپیتان مو هغه توپ اچوونکي دي، چې مونږ ترې خوښ یو او په ټول پړاو کې به له مونږ سره وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملبورن ستارس عمومي مدیر نیک کامینز ویلي، چې دا لوبډله څه نا څه د وروستي پړاو لپاره بشپړه شوې ده.

Trending

Exit mobile version