سیمه ییز خبرونه

د ملكيتونو د غصب په روان بهير كې د مړو هديرې هم خوندي نه دي پاته

Published

on

(Last Updated On: )

په كابل ښار كې د شخصي او دولتي ملكيتونو د غصب په روان بهير كې د مړو هديرې هم خوندي نه دي پاته شوې. د كابل په بېلا بېلو سيمو كې خلك په دې اندېښنه كې دي، كه د هديرو د غصب مخه ونه نيول شوي، نو په نږدې راتلونكې به په كابل كې د مړو د خښولو ځاى نه وي.

د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو كې د ناكراريو له كبله گڼ شمېر كورنۍ كابل ته راكډه شوې، چې له دې سره په كابل كې د خلكو گڼه گوڼه په بېساري توگه زياته شوې ده.

په داسې حال كې، چې د كابل سمه او غر ټول په كورونو پوښل شوې اوس هديرې هم خوندي نه دي.

زور واكي، له ولايتونو بېځاېه شوي كډوالو او له بهره راستنو شويو كورنيو په هديرو كې د كورنو په جوړلو پېل كړى دى، چې دغه كار خلك سخت اندېښمن كړي دي.

د هديرو د غصب په مخنيوي كې خلك د كابل ښاروالۍ مسئوله بولي او زياتوي، چې كابل ښاروالي په دې برخه كې بې تفاوته ده.

په همدې توگه په ځينو سيمو كې د هديرو په منځ كې لارې، وركشاپونه، پلورنځي او د لرگيو دلۍ هم جوړې شوې دي.

د ځمكو غصب يوازې په پلازمينه كابل كې نه محدويږي، بلكې دا لړۍ د زورواكو او غېر مسئولو وسله والو لخوا د هېواد په ډېرو سيمو كې د ځمكو غصب روان دى، چې حكومت ندى توانېدلى غصبگر د قانون منگولو ته وسپاري.

Trending

Exit mobile version