Connect with us

تازه خبرونه

د ملي امنیت لوی رییس پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني پر سفر غبرگون ښودلی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-12-08-18h27m04s68

دا لومړی ځل دی،چې د ملي امنیت لوی رییس د ولسمشر پرکړنو نیوکې کوي؛ځکه هغه له کابل سره د اسلام آباد پرهمکاریو بې باوره دی.

 

ښاغلي نبیل په خپلې فیس بوک پاڼې او تویتر کې پاکستان ته د ولسمشر د سفر پرتړاو لیکلي،چېمونږ د توپ د ۲۱مرمیو پرفیرولو دومره وډار شوو او یا یې خوند راکړ،چې ومو منله چې د پاکستان د دښمنانانو پرخلاف مو تر اوسه څلویښت عملیات کړي او ژر به د خپل شپیته کلن دوست د ډاډمنولو لپاره د ملا فضل الله پرخلاف هم عملیات پیل کړو! په داسې حال کې،چې ملا فضل الله له میاشتو او کلونو را پدیخوا په پاکستان کې او د آی اس آی په میلمستونونو کې اوسیږي  او د آی اس آی یوه پروژه ده.

 

رحمت الله نبیل وړاندې وایی،چې اختر منصور هم د کویټې په بای پاس سیمه کې د آی اس آی د ساتونکو په درلودو سره په افغانستان کې د وژنو او جگړو نقشې ترتیبوي،چې ور سره کرنیل رانا چې مستعار نوم یې رباني دی او سراج الدین حقاني هم د پاکستان د پیښور د حیات آباد سیمه کې په طلایی او مرمرینو سالونونو کې برخه اخیستې.

 

هغه  زیاتوي؛لکه هماغسې،چې نواز شریف پهننيکنفرانس کې یو ځل بیا اعلان وکړ چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی! په هماغه مهال زمونږ بې گناه وگړي د کندهار د هوایی ډگر په فامیلیو، د هلمند په خانشین، تخار او بدخشان کې شهیدانیدل او قرباني کیدل او په یقین سره چې دا شاوخوا زر لیتره وینه وه چې د هماغې سرې غالۍ له رنگ سره برابري کوي چې پرې مونږ گامونه اخیستل؛خو هغه کس،چې په مجلس کې له مونږ سره و او د طالبانو په نوم یعنې د خپل دفتر له کمپیوټرونو چې د آی اس آی دی، له کویټې اعلان وکړ چې دا کار طالبانو کړی دی.

 

ځینو سیاسي څیرو په  ټولنیزو شبکو کې د ښاغلي نبیل دریځ ستایلی او دا یې د هېوادنۍ مینې زیږنده بللی دی.

 

ویل کیږي، چې ښاغلي رحمت الله نبیل له خپلې دندې گوښه شوی؛ ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي امنیت ریاست تر دې دمه څه نه دي ویلي.

 

Advertisement

تازه خبرونه

په فاریاب کې سیلابونو ۱۸ کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړل 

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې په فاریاب ولایت کې تېره شپه سېلابونو ۱۸ کسان مړه او دوه نور ټپیان کړي دي.

 د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سیلابونو په پښتونکوټ، المار، قیصار، بلچراغ، خیبر او دولت‌آباد ولسوالیو کې راوتلي دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سېلابونو له کبله ۵۶۰ کورونه، ۸۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۱۰ پلورنځي او یو ګرځنده روغتیایي مرکز ویجاړ شوي دي.

ویل کیږي، چې ۳۰۰ څاروي او دوه زره میوه لرونکې ونې له منځه تللې دي. 

Continue Reading

تازه خبرونه

له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، چې په یوه مقدمه، ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی؛ د اسلامي امارت رهبر مولوی هبة الله اخوندزاده توشیح کړی او په رسمي جریده کې خپور شو.

د عدلیې وزارت ويلي؛ د دغه قانون له مخې روغ، کاسب او هغو کسانو لپاره، چې د یوې ورځې د خوراکي توکو د برابرولو وړتیا لري، سوال کول منع دي.

دا قانون د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولینو کارول هم منع کوي.

د دغه قانون له مخې: هغه مسلکي سوالګر، چې د خلکو د خواخوږۍ د جلبولو په موخه له ماشوم، لیوني او معيوب څخه کار اخلي؛ د محکمې له‌خوا پر يوه مياشت بند محکومېږي او تنظيموونکي يې تر شپږ مياشتو پورې پر بند محکومېږي.

په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې، د اسلامي امارت مشر د سوالګرو راټولولو امر وکړ، چې تر اوسه په لسګونو زره سوالګر راټول او په اړه یې بېلابېلې پرېکړې شوې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.

د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.

دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.

په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.

روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!