سوداگري
د ملي تدارکاتو کمیسیون د څه باندې ۴ میلیارد افغانیو پر ارزښت ۱۸ پروژې منظورې کړې
د اریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د تدارکاتو کمیټې په خپله نوبتي غونډه کې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ د ۴ میلیارد افغانیو پر ارزښت ۱۸ بېلابېلې پروژې وارزول شوې.
د ملي تدارکاتو کمیسیون په علني غونډه کې، چې د جمهور رئیس په مرمرین ماڼۍ کې جوړه شوه، د اجنډا له مخې پر وړاندې شویو پروژو بحث وشو.
د ریاست الوزراء په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دفاع، کورنیو چارو، مالیې، ټولګټو چارو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو او د افغانستان برښنا شرکت او کابل ښاروالۍ پروژې منظورې شوي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا (۴) میلیارد افغانیو ته رسېږي.
د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د چک وردګ بند پروژې د پاتې چارو بشپړېدل، د ارغندي-غزني د ۲۲۰ کیلو ولټ برښنا مزي د غځولو پاتې چارې، د ۲۲۰ کیلو ولټ هرات-تورغونډۍ برښنا مزي غځول، د هرات او تور غونډۍ د نورالجهاد د ۲۲۰ کیلوولټ لین د انسولټرونو چمتو کولو، له منجي ولسوالۍ څخه د زابل له شهر صفا ولسوالۍ څخه تر مانجي پورې د سړک بیا رغونه، د کابل-لوګر د سړک د کار او د انټرنېټ د کيفيت لوړېدل هغه موضوعات دي، چې په دې غونډه کې پرې بحث وشو.
دغه راز ویل کیږي، چې د دغو پروژو د کار له پیلېدا سره به زرګونه هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.