تازه خبرونه

د ملي دفاع وزارت درې نورې الوتکې هم ورغولې

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت چارواکو څرګنده کړې، چې د دغه وزارت په هوايي قومندانۍ کې یې درې نورې الوتکې هم له رغونې وروسته الوتنې ته چمتو کړې دي.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي نن دوشنبه (د وږي ۷ ) تویت کړی: د دغه وزارت د هوايي ځواک په قومندانۍ کې درې نورې الوتکې ترمیم او فعاله شوې دي.

هغه زیاته کړې: د ملي دفاع وزارت تخنیکي ډلې او د هوایي ځواکونو د قومندانۍ د کارکوونکیو پر څلوېښت ساعته هڅو د نورو AN32-B355، AN32B350 او AN26350  ډوله الوتکې رغولي او الوتنې ته چمتو شوې دي.

عنایت الله خوارزمي ویلي؛ د ملي دفاع وزارت تخنیکي ډلې د ملي دفاع وزارت په قطعاتو او جزو وتامونو کې د نورو ویجاړیو شویو او غیر فعالو الوتکو د ترمیم او فعالولو بهیر هم روان ساتلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دفاع وزارت له هغو پوځي الوتکو او چورلکو څخه، چې د کابل له نیولو مخکې د امریکايي پوځیانو له خوا ویجاړې شوې وې له ۳۰ ډېرې رغولي او الوتنې ته چمتو کړي دي.

Trending

Exit mobile version