سیمه ییز خبرونه

د ملي شورا مخې ته د كوماندان ياردل پلويانو د پراخ لاريون گواښ كړى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كوماندان ياردل د كورنۍ غړيو، خپلوانو او پلويانو د دوشنبې په ورځ(د مرغومي۲۵) د ملي شورا مخې ته يو سوله ييز لاريون تر سره كړ او د نوموړي د وژونكيو د نيولو او مجازاتو غوښتونكي شول.

د نوموړي د خپلوانو په وينا جنرال ياردل يو جهادي كومناندان و، چې د كابل په يو شمېر ولسواليو كې يې د امنيه كوماندانۍ دندې هم تر سره كړې وې.

د جنرال خپلوان ادعا كوي، چې:

څلورورځې وړاندې جنرال ياردل د جمعې له لمانځه څخه د راگرزيدنې پرمهال د پوليسو عامه نظم د رييس لخوا وژل شوى دى.

لاريونكوونكيو ټينگار كړى ، چې:

ملي شورا دې حكومت اړكړي، چې د جنرال ياردل او ورسره ملگرو د وژلو دوسيه عادلانه وڅېړل شي.

دوى گواښ كړى كه دولت دې دوسيې ته بشپړه پاملرنه ونه كړي؛ پراخ لاريونونه به ترسره او تاوتريخوالى به رامنځته كړي.

د پوليسو د عامه نظم رييس جنرال زمري پيكان، چې د جنرال ياردل د وژنې تور پرې پورې شوى؛ په دې اړه له خبرو ډډه كړې ده.

كورنيو چارو وزارت د جنرال ياردل په وژنه كې د جنرال پيكان لاس لرل رد كړل.

د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي:

د كورنيو چارو وزارت د امنيتي معينيت ترڅارنې لاندې يو كميسيون جوړشوى، چې د دغې دوسيې بشپړه څېړنه به وكړي.

كورنيو چارو وزارت د جنرال ياردل له خپلوانو وغوښتل، چې ډاډمن شي او له گواښونو ډډه وكړي. د صديقي په وينا د دغې پېښې عاملين به ډېر ژر له وپېژندلو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته وړاندې شي.

Trending

Exit mobile version