سیمه ییز خبرونه

د ملي شورا يو گډ پلاوى دې د بغلان د خونړي ځانمرگي بريد څېړنه وكړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بغلان د خونړي ځانمرگي بريد د پېنځم تلين په مراسمو كې د مشرانو جرگې مرستيال او د ولسي جرگې يو غړي غوښتنه وكړه، چې:

د ملي شورا يو گډ پلاوى د دې د پېښې د بشپړې څېړني لپاره و ټاكل شي.

پېنځه كاله وړاندې د لړم په پېنځلسمه په بغلان كې يو خونړى ځانمرگى بريد وشو. بريد د ولسي جرگې د پېنځه غړيو په گډون له اويا ډېر زده كوونكي ووژل او يو نيم سل زده كوونكي يي ټپيان كړل.

د دغه خونړي بريد د پېنځم تلين په جوړو شويو مراسمو كې د مشرانو جرگې مرستيال محمد علم ايزد يار او د ولسي جرگې غړي سيد حسين عالمي بلخي غوښتنه وكړه، چې:

د پېښې د څېړنې په اړه دې د حكومت د بې غورۍ او د بريد د  عاملانو د موندنې لپاره د دواړو جرگو يو گډ پلاوى په كار پيل وكړي.

د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيمي پر وسله والو مخالفينو د سولې له بهيرسره د يو ځاى كيدو او د خلكو له وژنې د لاس اخيستو غږ وكړ.

په افغانستان كې زنځيري وژنو او ځانمرگو بريدونو يوه داسې سرخوگي رامنځته كړې، چې د مخنيوي لپاره يې د دولت هڅو په زړه پورې پايلې نه دي وركړي.

د ملي شورا شپاړس غړي د دندې پرمهال په دغو بريدونو كې وژل شوي او څلورنور بيا د خپلې كاري دورې له پاى ته رسيدو وروسته د دغو بريدونو ښكار شوي او وژل شوي دي.

د دغو بريدنو د څېړنې په اړه ټاكل شويو پلاوو هم داسې رپوټونه نه دي وړاندې كړي، چې د خلكو قناعت تر لاسه كړي.

Trending

Exit mobile version