سیمه ییز خبرونه
د ملي شورا گڼ شمېرغړي د سياحت لپاره بهرنيوهېوادونو ته تللي ول
د ولسي جرگې يو شمېرغړي، چې د حج له مراسمو څخه راستانه شوي وايي، چې:
د دغې جرگې گڼ شمېرنور غړي د سياحت لپاره بهرنيو هېوادونو ته تللي ول.
دوى وايي:
كه په ولسي جرگه كې مو حضورهم درلودى؛ نو د ولسي جرگې نصاب نه پوره كيدو.
په تېرو دوه اوونيو كې ولسي جرگه له سختو نيوكو سره مخ وه.
د اساسي قانون له مخې د ولسي جرگې دنده د افغان حكومت پركړنو نظارت، د ملي بوديجې تصويب، د قانونونو تصويب او د خلكو ستونزو ته رسيدل دي.
پوښتنه دا ده، چې آيا ولسي جرگه توانيدلې خپلې دندې په سمه توگه تر سره كړي؟
په دې وروستيو كې د افغانستان د ولسي او مشرانو جرگې ددې ډيري غړي له هېواد بهر په ځانگړتوگه د حج مراسمو ته تللي ول، چې له نيوكو سره مخ شوي دي.
د ولسي جرگې غړي مولوي عبدالرحمن رحماني، چې نوي د حج له مراسمو را ستون شوي وايي، چې:
په افغانستان كې زموږ شتون نه شو كولى، چې د جرگو نصاب پوره كړي؛ ځكه، چې د ملي شورا گڼ شمېرنورغړي د سياحت لپاره بهرنيو هېوادونو ته تللي ول.
په داسې حالاتو كې، چې افغانستان له گڼو ننگونو سره مخ دى له هېواد بهر د ملي شورا د غړيو سفر د ملي شورا د نورو غړيو له نيوكو سره مخ شوى دى.
د ولسي جرگې غړى الله گل مجاهد، وايي چې:
د ملي شورا يو شمېرغړيو د اختر په را نږدي كيدو بهرنيوهېوادونو ته سفر وكړ او يوشمېر نوربيا خپلو ولايتونو ته ولاړل.
د يادونې وړده، چې په هېواد كې لسگونه قانونونه د دې كبله له تصويب څخه پاته دي، چې د ملي شورا نصاب نه پوره كيږي او د راتلونكي كال بوديجه هم بايد د همدې شورا له خوا تصويب شي.