لوبی
د ملي لوبډلې د ډګرساتنې روزونکی وټاکل شو
افغانستان کرکټ بورډ څرګنده کړې، چې شین مکډرموټ د ملي لوبډلې د ډګرساتنې د نوي روزونکي په توګه ګومارل شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د روان کال د فبروري میاشتې په لومړیو کې به د سریلانکا پر وړاندې له لوبلړۍ وړاندې له افغان ملي لوبډلې سره یوځای شي.
نوموړی د ظرفیت لوړونې په برخه کې د درېیمې درجې سند لرونکی روزونکی دی، چې له دې وړاندې د بنګله دېش، سریلانکا، او اسټرالیا کرکټ لوبډلو سره په بېلابېلو روزنیزو ډګرونو کې د کار کولو پوره تجربه لري.
نوموړي په ۲۰۲۲ کال کې د بنګله دېش د ملي لوبډلې د ډګرساتنې د مرستیال روزونکي په توګه دنده ترسره کړې او همدارنګه يې له ۲۰۱۹-۲۰۲۱ کال پورې د سریلانکا له ملي لوبډلې سره هم په همدې برخه کې کار کړی، چې ترڅنګ یې په همدې موده کې د سریلانکا د الف لوبډلې د مشر روزونکي دنده پر مخ وړې ده.
ویل کیږي، چې د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د فزیکي تکړښت لپاره د روزونکیو په لټه کې دی او په دې وروستیو کې یې اڼدریو پټک د ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونې لپاره پر دنده ګمارلی دی.
لوبی
افغان لوبڅار د سوکوهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی
د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، چې سلطاني د سوکوهنې د نړیوال فډراسیون پر همغږۍ او د هېواد د المپیک او سپورټ له مسوولانو سره په ګډه سینکیانګ ته استول شوی دی.
د افغانستان د سوکوهنې لوبڅار خیبر سلطاني د سوکوهنې په نهمه نړیواله ننداره کې د لوبڅارنې لپاره د چین سینکیانګ ښار ته تللی دی.
د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، چې سلطاني د سوکوهنې د نړیوال فډراسیون پر همغږۍ او د هېواد د المپیک او سپورټ له مسوولانو سره په ګډه سینکیانګ ته استول شوی دی.
د سوکوهنې نهمه نړیواله ننداره د سپټمبر له ۲۱مې تر ۳۰مې د چین په کوربهتوب ترسره کېږي او خیبر سلطاني به په دې سیالیو کې د لوبڅار په توګه دنده ترسره کړي.
دغه راز د افغانستان د سوکوهنې ملي لوبډله هم، چې له دې مخکې چین ته رسېدلې، د دغو سیالیو لپاره یې دوهورځنی روزنیزې هڅې بشپړ کړی دی.
د افغانستان ملي لوبډله په دې نړیواله ننداره کې له اووه لوبغاړو، دوه روزونکو او یوه د لوبډلې له مسوول څخه جوړه ده او د هېواد استازیتوب کوي.
لوبی
افغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
افغانستان له جاپان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی. افغان لوبډله به په نیسین ښار کې د ګروپي پړاو خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر څلیریشتمه له جاپان سره وکړي او دوهیمه لوبه به د سپټمبر پر پېنځهویشتمه له نیپال سره هم په همدې ښار کې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ لوبډله به په جاپان کې د ۲۰۲۶ آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې وکړي.
افغانستان له جاپان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی. افغان لوبډله به په نیسین ښار کې د ګروپي پړاو خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر څلیریشتمه له جاپان سره وکړي او دوهیمه لوبه به د سپټمبر پر پېنځهویشتمه له نیپال سره هم په همدې ښار کې ترسره کړي.
په ګروپي پړاو کې نورې درې لوبډلې هانګ کانګ، چین، مالیزیا او عمان دي، چې په بي ګروپ کې راغلي دي.
دغه راز هند، پاکستان، بنګلهدېش او سریلانکا د اتو غوره لوبډلو پړاو ته په مستقیم ډول لار پیدا کړې ده.
د آسیايي لوبو لپاره د افغانستان په ۱۵ کسیزه لوبډله کې دروېش رسولي لوبډلمشر او محمد اسحاق ویکټساتونکي ټاکل شوي دي.
د لوبډلې په نوملړ کې محمد اکرم، حسن عیسیخېل، خالد تڼیوال، عمران میر، فیصل خان شینوزاده، نجیب الله ځدراڼ، فرمان الله ساپی، عصمت عالم، کریم جنت، ننګیال خروټی، عرب ګل مومند، فریدون داوودزي او عبدالله احمدزي راغلي دي.
افغان لوبډله د یکشنبې پر ورځ له کابله د جاپان پلازمېنې ټوکیو ته روانه شوې ده.
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
تازه خبرونه2 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ3 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه1 day agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ریاض هوايي ډګر ته څېرمه اور او لوګي؛ حوثیانو پر سعودي پلازمېنې له برید خبر ورکړ
