1393ټاكنې
ارگ ناستي هڅه كوي، چې د ولسمشرۍ مانۍ میراثي کړي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ولسمشرۍ نوماند هدایت امین ارسلا د دوشنبې په ورځ(د كب۲۴) په يوه خبري ناسته كې په ډاگه كړه، چي:
په ولسمشری مانۍ کي د دوه نوماندانو د یو څای کولو هڅې په ټاکنو کي د حکومت ښكاره لاس وهنه ده. د نوموړي په وینا، حکومت غواړي، چي دا مانۍ میراثي کړي.
نوموړی څرگنده كړه، چې په ولسمشرۍ ماڼۍ كې د تر سره شويو جرگو د مخنیوي په موخه یي له گل آغا شیرزي سره ائتلاف کړى دى.
له ډي وړاندي داسي خبرونه خپاره شوي ول، چي په ولسمشرۍ مانۍ کي د كندهار ولایت قومي مشرانو د زلمي رسول او د قیوم کرزي د یوځاي کیدو په موخه له ولسمشر حامد کرزي سره خبري کړي دي.