تازه خبرونه

د ملي يووالي حکومت د چاپېريال ساتنې له پاره هېڅ سياسي اراده نه لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسولین وايي چې په کابل کې یو میلیون ټنه ناولې او ککړه هوا فضا ته پورته کېږي چې د ډول ډول ناروغیو لامل ګرځي.

دوی وايي چې د ملي یووالي حکومت د چاپېریال ساتنې ستونزه له یاده ایستلې او د حل له پاره يې هېڅ ارده نه لري. دوی وايي چې له قانون څخه سرغړونه، د چاپېريال ساتنې کمزوری کلتور او په دغه برخه کې د ظرفیتونو کموالی هغه څه دي چې دغه اداره یې له ستونزو سره مخامخ کړې ده.

پاک چاپېريال او پاکه هوا د ټولنې له جدي اړتیاوو څخه بلل کېږي، خو کابل ښاریان له دې اړخه په ناوړه حالت کې ژوند کوي. د چاپېريال ساتنې ادارې مسولین وايي چې په کابل کې د ککړې هوا ګراف مخ په لوړېدو دی او هر کال یو میلیون ټنه ناولې او ککړه هوا فضا ته پورته کړې. د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې مسولین وايي چې د ملي یووالي حکومت د چاپېريال ساتنې موضوع له یاده ایستلې ده.

د چاپيریال ساتنی د ادارې د پلان رییس کاظم همایون وايي: “د دولت له خوا د قانون سر غړاوی، فرهنګي او مالي فقر، د ملي یووالي د حکومت د سیاسي ارادې نشتوالی ناامني او داسې نورې ستونزې دي چې دغه اداره یې له ستونزو سره مخ کړې ده.”

همداراز د کابل پوهنتون د چاپيریال ساتنې د پوهنځي رییس وايي چې د کابل ښار د چاپېریال ساتنې له پاره هېڅ ډول سېستم نشته او د ناولې هوا ګراف مخ په لوړېدو دی.

د چاپېریال ساتنې د پوهنځي رییس نور احمد اخند زاده وايي:”د ښار د نفوس زیاتوالي د ښاري سېستم، د اوبو رسولو، کانالازیسیون او د اوبو د تصفيې او ښاري پلان د نشتوالي له امله د ښار د ککړتیا لوړ ګراف لري.”

کابل ښار د اټکلي شمېرو له مخې د اووه میلیونو کسانو کوربه دی. په دغه ښار کې د خامو سړکونو سربېره، د ګڼ شمېر موټرو تګ راتګ، له اندازې ډېر د کثافاتو تولید، د بې کیفیته تېلو کارونه او له ښاري ژوند سره نابلدتیا او د کانالیزاسیون نشتوالی، هغه څه دي چې د ښار چاپېريال يې د اندېښنې وړ کړی. مسولین وايي چې دوی د دغه حالت د کابو کولو له پاره پوره امکانات نه لري.

خبریال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version