تازه خبرونه

د ملي پخلاینې عالی شورا شپږ مرستیالان او ۴۰ غړي غوره شول

Published

on

(Last Updated On: وږی ۸, ۱۳۹۹)

د ملي پخلاینې عالی شورا ویاند ویلي؛ د شورا لپاره شپږ مرستیالان ټاکل شوي او ټول څلوېښت غړي لري.

د مصالحې عالي شورا جوړښت، چې له میاشتو راپدیخوا ځنډيدلی و؛ اوس وروستی شوی او ټاکل شوې، چې ډېر ژر به په رسمي توګه اعلان شي.

د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، چې د دغې شورا لپاره شپږ مرستیالان ټاکل شوي؛ عنایت الله بابر فرهمند، اسد الله سعادتي، سلام رحیمي، عطاالرحمن سلیم او یوه میرمن، چې د ولسمشرۍ لخوا معرفي کیږي، د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي، چې څلور تنه د عبدالله عبدالله او دوه کسان د ولسمشر غني پلویان دي؛ خو د دې شورا د رهبرۍ د غړیو د غوراوي په اړه  تر اوسه معلومات نشته.

 څلويښت کسان د مصالحې د عالي شورا لپاره د غړیو په توګه غوره شوي؛ خو تر اوسه په رسمي توګه د هغوی د هویت په اړه معلومات خپاره شوي ندي.

د افغانستان د اساس نو حزب مشر احمدالله علیزی ويلي؛ د سولې په برخه کې د دولت وزارت لپاره د مصطفی مستور د معرفي کیدو پر سر د ولسمشر او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلاف حل شوی او ټاکل شوې، چې فضل احمد معنوي به دغه پوست ته کاندید شي. دغه وزارت به د ملي پخلاینې د عالي شورا تر چتر لاندې د سولې تنخنکي چارې په مخ وړي.

د ملي پخلاینې عالي شورا د ولسمشر او عبدالله عبدالله تر منځ د واک د وېش پر سر د سیاسي توافق په ترڅ کې رامنځته شوې. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې دغه شورا به د سولې بهیر لپاره آسانتیاوې برابروي؛ خو سپیدار ماڼۍ وايي، چې دغه شورا د سولې په برخه کې د پرېکړې واک هم لري.

Trending

Exit mobile version