تازه خبرونه
د ملي پخلاینې عالی شورا شپږ مرستیالان او ۴۰ غړي غوره شول
د ملي پخلاینې عالی شورا ویاند ویلي؛ د شورا لپاره شپږ مرستیالان ټاکل شوي او ټول څلوېښت غړي لري.
د مصالحې عالي شورا جوړښت، چې له میاشتو راپدیخوا ځنډيدلی و؛ اوس وروستی شوی او ټاکل شوې، چې ډېر ژر به په رسمي توګه اعلان شي.
د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، چې د دغې شورا لپاره شپږ مرستیالان ټاکل شوي؛ عنایت الله بابر فرهمند، اسد الله سعادتي، سلام رحیمي، عطاالرحمن سلیم او یوه میرمن، چې د ولسمشرۍ لخوا معرفي کیږي، د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي، چې څلور تنه د عبدالله عبدالله او دوه کسان د ولسمشر غني پلویان دي؛ خو د دې شورا د رهبرۍ د غړیو د غوراوي په اړه تر اوسه معلومات نشته.
څلويښت کسان د مصالحې د عالي شورا لپاره د غړیو په توګه غوره شوي؛ خو تر اوسه په رسمي توګه د هغوی د هویت په اړه معلومات خپاره شوي ندي.
د افغانستان د اساس نو حزب مشر احمدالله علیزی ويلي؛ د سولې په برخه کې د دولت وزارت لپاره د مصطفی مستور د معرفي کیدو پر سر د ولسمشر او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلاف حل شوی او ټاکل شوې، چې فضل احمد معنوي به دغه پوست ته کاندید شي. دغه وزارت به د ملي پخلاینې د عالي شورا تر چتر لاندې د سولې تنخنکي چارې په مخ وړي.
د ملي پخلاینې عالي شورا د ولسمشر او عبدالله عبدالله تر منځ د واک د وېش پر سر د سیاسي توافق په ترڅ کې رامنځته شوې. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې دغه شورا به د سولې بهیر لپاره آسانتیاوې برابروي؛ خو سپیدار ماڼۍ وايي، چې دغه شورا د سولې په برخه کې د پرېکړې واک هم لري.
تازه خبرونه
له سېلاب ځپلیو سره دې د مرستې ځانګړي حسابونه پرانیستل شي – رییس الوزراء
د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په یوه نوي فرمان کې سپارښتنه کړې، چې مالیې وزارت باید د هېواد له سیلاب ځپلیو سره د مرستې او د هغوی لپاره د سرپناه جوړولو لپاره د ډالرو او افغانیو حسابونه پرانیزي.
په دغه فرمان کې راغلي، چې د دغو حسابونو له پرانیستلو سره به د مرستې روښانه ادرس رامنځته او اړمنو هېوادوالو ته به اسانه ورسول شي.
د دغه فرمان له مخې؛ د وزیرانو شورا د عالي مقام له لارښوونې وروسته راټولې شوې مرستې به له تدارکاتي پړاوونو، بودجې، تخصیص او تادیې پرته د ښار او کور جوړونې وزارت تر مشرۍ لاندې د یو شمېر وزارتونو پر غړیتوب ترسره شي.
په دغه فرمان کې له ټولو وګړو، ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتل شوي، چې د دغو حسابونو له لارې مرستې وکړي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پلاوي د ولسمشر رییسي په جنازه کې ګډون وکړ
نن چارشنبه د غبرکولي دوهیمه د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي د ایران د ارواښاد ولسمشر ابراهیم ريیسي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي په دې اړه تهران ته سفر کړی دی.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا برادر به په خپل سفر کې د ایران له دولتي چارواکو او د ارواښاد ولسمشر له کورنۍ سره وګوري او د افغانانو پر استازیتوب به د خواخوږۍ او خواسینۍ مراتب وړاندې کړي.
د خبرپاڼې له مخې، امیر خان متقي هم په دې سفر کې له ملا عبدالغني برادر سره مل دی.
د ایران رهبر د چارشنبې پر ورځ د دغه هېواد د ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو د جنازې لمونځ ادا کړ، چې د یکشنبې پر ورځې د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې مړه شوي دي.
په لسګونه زره کسانو په پلازمېنه تهران کې د هغو پر بیرغ له پوښلو تابوتونو سره د خواخوږۍ ګامونه پورته کړل.
د ایران رهبر خامنهیي پخپل امامت په تهران پوهنتون کې د هغو د جنازي مراسم تر سره کړل.
د اسوشیټیډ پرس د راپور له مخې؛ په دې مراسیمو کې د ایران د سپاه پاسداران مشرانو کډون درلود، چې د هېواد لوی ځواک ګڼل کیږي.
په دې مراسمو کې د نړۍ د نورو مشرانو تر څنګ د حماس مشر اسماعیل هنیه هم ګډون کړی و.
دغه راز به په تهران کې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د عراق لومړی وزیر محمد شیعه السوداني او د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پاشینیان هم له دې مراسمو برخمن شي. ان له څلور لسیزو وروسته د مصر بهرنیو چارو وزیر سامح شکري هم تهران ته سفر وکړ.
ویل کیږي، چې ۶۳ کلن رییسي د ایران د رهبر ۸۵ کلن خامنهیي د احتمالي ځایناستي په توګه مطرح شوی و؛ خو اوس سترګې د خامنهيي ۵۵ کلن زوی مجتبی ته اوړي.
تازه خبرونه
د شانګهای ټولنې د اړیکو ډله دې د افغانستان لپاره پخپل حال پاتې شي – پاکستان
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سې شنبې پر ورځ (د غبرګولي لومړۍ ) د شانګهای په غونډه کې ویلي، چې اسلامي امارت باید د ټولګډونه سیاست اصل او د افغانانو ټولو حقونو ته درناوی ولري.
هغه ویلي؛ د افغانستان لپاره د اړیکو ډله باید په شانګهای ټولنه کې د عملي همکارۍ د غوښتنې په توګه هڅانده پاتې شي.
د افغانستان په اړه د شانګهای ټولنې د اړیکو ډلې غونډه په ۲۰۲۱ کال کې ترسره شوه.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو مخه ونیسي.
هغه ويلي: مونږ د افغانستان له لنډمهالي حکومت څخه غواړو، چې په دې اړه کوټلي او اغېزمن ګامونه پورته او د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد ونه کاروي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په ځلونو د پاکستان تورونه رد کړي او څرګندوي؛ هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکارول شي.
ډار د دوشنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه)د شانګهای ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د قزاقستان پلازمېنې استانه ته سفر کړی دی.
ویل کیږي، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښهوالي او د افغانانو د بشري وضعیت د حل لپاره د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت تر منځ د ارزښتناکو اړیکو غوښتنه وکړه.
-
لوبی4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ4 days ago
د سعودي او امریکا چارواکو په غزه کې پر جګړه او دوه اړخیزې هوکړې خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو
-
تازه خبرونه3 days ago
په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله ۵۴۰ کسان مړه شوي – م.م
-
روغتيا4 days ago
قطر له افغانستان سره پر زړه د سوریو ماشومانو د درملنې هوکړهلیک لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
سر له سبا د ترکيي هوايي شرکت افغانستان ته رسمي الوتنې پیلوي
-
تازه خبرونه4 days ago
له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي راغورځېدلې چورلکه وموندل شوه – د ایران سره صلیب اداره