سیمه ییز خبرونه

د ملي یووالي حکومت کمیسیون به د ټاکنو دوه یم پړاو گډوډ کړي- د ټاکنو د څاربنسټ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د ټاکنو د څاربنسټ د ملي یووالي حکومت د جوړیدو لپاره د دواړو کاندیدانو له استازیو جوړ کمیسیون د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره موازي بنسټ بولي او خبرداری ورکوي، چې دغه کمیسیون به د ټاکنو دوه یم پړاو گډوډ کړي.

د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ ویاند پاینده محمد حکمت وایي، چې د ولسمشرۍ د دوه یم پړاو ټاکنو د تفتیش بهیر د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له کمزوري مدیریت او د نړیوالو څارونکیو له کمښت سره مخامخ دی.

د ده په وینا، د رایو د تفتیش په بهیر کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکیو جانبدارانه عمل د دې سبب شوی، چې د رایو د تفتیش پروسه اوږده شي.

دغه څارونکی بنسټ، د دواړو کاندیدانو له استازیو جوړ شوی گډ کمیسیون، چې د سې شنبې په ورځ یې په رسمي توگه کار پیل کړ.

دې ټولو نیوکو او انديښنو ته په پاملرنه د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، هوډ شته، چې د رایو د تفتیش بهیر په خپل وخت پای ته ورسیږي.

ولسمشر حامد کرزي هم ټینگار کړی، چې نوی ولسمشر به په ۱۵ یا شلو ورځو کې د لوړې مراسم په ځای کړي. و به لیدل شي، چې د ټاکنو پایله به کله اعلام شي.

 

Trending

Exit mobile version