تازه خبرونه
د ملي شورا اووه لسمه دوره پرانستل شوه
د ملي شورا لپاره ټاکنې د تېر کال په تله کې ترسره شوې؛ خو تر دې دمه یې پایلې بشپړې اعلام شوې ندي.
ملي شورا په داسې حال کې پرانستل شوه، چې د کابل او پکتیا ولایتونو د ټاکنو وروستۍ پایلې په ډاګه شوې ندي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن غرمه مهال د کندوز، بغلان، وردک او د کوچیانو د حوزې د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام کړې.
ټاکل شوې وه، چې ملي شورا شپږ میاشتې مخکې پرانستل شوې وه؛ خو په ټاکنو کې د درغلیو او د وروستیو پایلو د نه اعلامیدو له کبله وځنډول شوې.
حکومت د پارلمان له ژمنیو رخصتیو وروسته د ملي شورا دروازه وتړله.
ولسمشر اشرف غني د ملي شورا د پرانستې پر مهال وویل، چې د ټاکنو خپلواک کمکیسیون د پخوانیو غړیو د بې کفایتۍ له کبله د ټاکنو پایلې وځنډیدې او د ملي شورا پرانسته هم پاتې شوه.
د افغانستان د حقوقپوهانو ټولنې مرستیال ګل احمد مددزی وایي، د ولسمشر لخوا د یوشمېر ولایتونو د وروستیو پایلو له اعلام پرته د پارلمان د اووه لسمې دورې پرانسته یو ناقانونه کار دی او د ملي شورا مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.
د یادونې ده، چې د بغلان ولایت د ټاکنیزې حوزې معترضو نوماندانو د بغلان- مزار د دوه لارې له تړل کیدو خبر ورکړی. د بغلان ولایت متعرضو نوماندانو د پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلام وروسته د اعتراض په توګه د شمال لویه لار تړلې او تیرونه یې سوځولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د غزني ولایت اوس هم د ملي شورا په اووه لسمه دوره کې نه استازی لري او نه هم په کې د دغې شورا لپاره ټاکنې شوې دي.
د افغانستان ولسي جرګه په دې پېنځه کلنه دوره کې د یو افغان سکهـ پر ورزیاتولو د ۲۵۰ غړيو لرونکې شوه.