تازه خبرونه
د ملي شورا دروازه د کابل د وروستیو پایلو تر اعلام پورې وتړل شوه
د کابل د ولسي جرګې ټاکنو د لومړنیو پایلو ګټوونکي له خپلو پلویانو سره د ملي شورا مخې ته را ټول شول او وکیلانو ته یې ملي شورا ته د ورننوتلو اجازه ورنکړه.
ټاکل شوې وه، چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي ټاکنې نن تر سره شوې وای؛ خو له کابل څخه ولسي جرګې ته د نوماندانو د اعتراض په پایله کې د ولسي جرګې عمومي ناسته تر سره نه شوه.
اعتراض کوونکي ټینګار کوي، چې دا کار د اداري پلاوي د ټاکلو د مخنیوي لپاره شوی او د کابل د استازیو په نشتوالي کې به دا کار ناوړه پایلې ولري.
د کابل ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو ګټونکی حفیظ الله جلیلي وایي: د خلکو د رایو پر برخلیک باید لوبې ونشي او ولسي جرګې ته د نوماندانو وروستۍ پایلې دې ژر تر ژره اعلام شي.
د دغو نوماندانو پلویان وایي، د خلکو پر رایو باید ملنډې ونه وهل شي.
قومي مشر ملک اکبر وایي، چې: رایې د خلکو دي باید لوبې، ملنډې او معاملي پرې تر سره نشي؛ ځکه خلک د رای ورکولو پر مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې تر نږدې څو ورځو پورې به د کابل ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر مولانا محمدعبدالله وایي: مونږ په دې هڅه کې وو، چې د کابل وروستۍ پایلې ان د جمعې پر ورځ اعلام کړو؛ خو د متعرضو نوماندانو لاریون له کبله، چې د کمیسیونونو دروازې یې تړلې وې، دغه بهیر وځنډیده. هڅه کوو، چې په روانه اوونۍ کې یادې پایلې اعلام کړو.
که څه هم د ولسمشر اشرف غني لخوا د سولې مشورتي جرګې په درشل کې د ملي شورا له پرانیستې دوه اوونۍ تېریږي؛ خو د دغو ورځو په بهیر کې ولسي جرګه یوازې د یوې ناستې پر ترسره کولو بریالۍ شوې ده.
د کابل ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو ګټونکي وايي، د کابل د ۳۳ استازیو نشتوالی به د دې جرګې مشروعیت او قانونیت تر پوښتنې لاندې راولي.
خبریال: رفیع صدیقي