تازه خبرونه

د ملکي افغانانو پر وژنو تورن بریتانوي سرتېري دې محاکمه شي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۳, ۱۴۰۱)

د بښنې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د بریتانوي ځانګړیو ځواکونو پر ضد د جنګي جرمونو د تورونو د بېړنیو څېړنو غوښتنه کړې ده.

د بي بي سي خبري چینل نوې څېړنه، چې د دوشنبې پر ورځ خپره شوې؛ په ډاګه کوي، چې د بریتانیا ځانګړیو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ د خپل شپږ میاشتني ماموریت پر مهال په هلمند ولایت کې ۵۴ ملکي وګړي پر ډزو وژلي، چې یو یې د وژل کېدو پر مهال ۱۵ کلن و.

د بشري حقونو د څار ادارې ويلي، په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د جنایتونو په اړه د بي بي سي راپور غونی ځی/وونکی او ټکان ورکوونکی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د آسیا مرستیال مشر وايي، بریتانیا باید د خپلو پوځیانو د جرمونو په اړه حساب ورکړي.

د بشري حقونو د څار د آسیا مرستیاله پیتریشیا ګاسمن وایي: د بي بي سي د پینوراما راپور غونی ځیږوونکی او د بریتانوي ځانګړیو ځواکونو لخوا د ممکنه تر ټولو جدي جرمونو ثبوت دی. دا لومړی ځل ندی؛ مونږ په میدان کې د دا ډول وژنو، د ځانګړیو ځواکونو په زندانونو کې د بندیانو د وژلو او ځورولو خبرونه اورېدلي دي. اوس دا وخت رارسیدلی، چې په افغانستان کې ښکېل هېوادونه راودانګي او وښيي، چې دوی د دې سختو او جدي تورونو او احتمالي جنګي جرمونو لپاره حساب ورکوونکي دي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي؛ بریتانیا مکلفه ده، چې پخپلو ځواکونو د ټولو تورونو په اړه پلټنې پیل کړي او هر هغه بریتانوي وګړي، چې په قصدي ډول د افغان ملکي وګړیو پر وژلو تورن وي، باید محاکمه شي.

د بښنې نړیوال بنسټ په افغانستان کې د بریتانوي ځانګړیو ځواکونو پر وړاندې د لګول شویو تورونو په اړه د یوې اغېزمنې او شفافې څېړنې غوښتنه کوي، چې قربانیانو ته عدالت ورکړي او عاملین یې محاکمه شي.

د بريتانيا دفاع وزارت ويلي، چې بي بي سي په دې قضيه کې نامسوولانه او ناسم راپور ورکړى دى؛ خو دغه راپور د بشري حقونو د ډلو له غبرګون سره مخ شوی دی.

د انديپيندنت او ګاردين په ګډون ځينو بریتانوي ورځپاڼو د دغه هېواد د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې: لندن چمتو دى، چې په دې برخه کې نوي شواهد وڅېړي؛ خو د بي بي سي دغه مستند راپور په ځينو مواردو کې بې بنسټه دی؛ ځکه، چې په تېرو وختونو کې دا ادعاوې پوره څېړل شوې دي.

بريتانيا په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو لويه برخه وه، چې تر ډېره په هلمند کې مېشت ول.

د بریتانيا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې؛ له ٢٠٠١ کال څخه تر ٢٠١٤ کال پورې ټولټال ١٤٣٥٠ بریتانوي سرتېري افغانستان ته لېږل شوي دي. په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له حضور سره سم ۹۵۰۰ بریتانوي پوځیان په هلمند کې ځای پر ځای ول.

Trending

Exit mobile version