نړۍ
د ملکي وژنو له کبله ۲۸ لویدیځوهېوادونو اسرائیل وغندل
دې هېوادونو د دوشنبې پر ورځ(د چنګاښ دېرشمه) په یوه ګډه خبرپاڼه کې هغه څه وغندل، چې دوی یې په غزه کې فلسطینیانو ته د مرستې څاڅکي بولي او وایي؛ دا “وحشتناکه” ده، چې له ۸۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي د مرستې په لټه کې وژل شوي دي.
د ۲۸ لویدیځ هېوادونو یوې ډلې، چې په کې بریټانیا، فرانسه او کاناډا هم ګډون لري؛ ویلي، چې اسرائیل باید په غزه کې د فلسطینیانو د “غیر انساني وژنې” له کبله روانه جګړه ودروي.
دې هېوادونو د دوشنبې پر ورځ(د چنګاښ دېرشمه) په یوه ګډه خبرپاڼه کې هغه څه وغندل، چې دوی یې په غزه کې فلسطینیانو ته د مرستې څاڅکي بولي او وایي؛ دا “وحشتناکه” ده، چې له ۸۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي د مرستې په لټه کې وژل شوي دي.
ډېری وژل شوي کسان په غزه کې بشري بنسټونو ته نږدې، چې د امریکا او اسرائیلو له ملاتړ برخمن دي؛ د مرستو د وېش پر مهال وژل شوي دي.
د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي: “د اسرائیلو د مرستو رسولو بڼه خطرناکه ده، بې ثباته رامنځته کوي او د غزې خلک له انساني کرامت څخه محروموي. په غزه کې د ملکي وګړو کړاو نوي ژورو پړاو ته رسېدلی دی.”
د اسرائیلو بهرنیو چارو وزارت په ځواب کې ویلي، چې دا خبرپاڼه “له واقعیت څخه جلا” او حماس ته یې غلط پیغام واستاوه.
د اسرائیلو په خبرپاڼه کې ویل شوي: “دا خبرپاڼه پر حماس د فشار تمرکز په ساتلو کې پاتې راغلې او په دې حالت کې د حماس رول او مسوولیت له پامه غورځوي.”
د غزې ډېری برخه له ۲۱ میاشتو څخه په روانه جګړه کې پر کنډوالو بدله شوې او ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه پیل شوې، چې د حماس پر مشرۍ وسلوال اسرائیلو ته ننوتل او د اسرائیلو د احصائیو له مخې یې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ نور یې غزې ته یرغمل کړل.
د غزې روغتیایي چارواکو ویلي؛ په غزه کې د اسرائیلو له پوځي عملیاتو راپدېخوا نږدې ۶۰ زره فلسطینیان وژل شوي دي.
وروستۍ مرګ او ژوبلې د دوشنبې پر ورځ هغه وخت رامنځته شوه، چې اسرائیلو په مرکزي غزه کې د مرستو د وېش پر مهال یو نوی برید پیل کړ.
د جګړې او مرستې د پای ته رسولو غوښتنه د شاوخوا ۲۰ اروپایي هېوادونو او همدارنګه کاناډا، آسټرالیا او نیوزیلینډ څخه شوې ده، چې د اسرائیلو متحدین او د امریکا نږدې ملاتړي او متحدین دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د غزې بشري بنسټ غزې ته د مرستو رسولو لپاره له خصوصي امریکایي امنیتي او لوژستیکي شرکتونو څخه کار اخلي.
اسرائیلو مخکې ویلي وه، چې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ نظام حماس ته اجازه ورکړې، چې بشري مرستې لوټ کړي.
حماس دا تور ردوي.
ملګرو ملتونو د غزې د بشري مرستو بنسټ بڼه “ناامنه او د بشري بې طرفۍ له معیارونو څخه سرغړونه” بللی؛ خو د غزې د بشري مرستو بنسټ دا تورونه ردوي.
هغو هېوادونو، چې دا خبرپاڼه خپره کړی ویلي؛ اسرائیل د اړینو مرستو رسولو مخه نیسي او له دې هېواد څخه یې وغوښتل، چې د نړیوال بشري قانون له مخې خپل مکلفیتونه ترسره کړي.
دوی له اسرائیلو څخه وغوښتل، چې سمدلاسه بندیزونه لرې کړي، چې د مرستو بهیر خوندي او ګټور ترسره او اوربند رامنخته شي.