تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو استازې د سولې پر بهیر له ملا برادر سره غږېدلې ده
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي؛ تېره شپه د کب ۱۹ په دوحه کې د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې ډیبرا لاینز سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان وضعیت، د خپلمنځي خبرو بهیر، د دوحې تړون پلي کیدل، د بندیانو خوشې کول، تور نوملړ پای ته رسول او د امریکا له لوري پر وړاندیز شوې طرحې بحث او خبرې را وڅرخېدې.
دغه راز طالب ویاند څرګنده کړې، چې د امریکا پر نویو وړاندیزونو اوس هم ارزونه روانه ده.
طالبانو همدارنګه له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې، چې د دوحې تړون د پلي کولو لپاره له خپل نفوذه کار واخلي.
همدارنګه ډیبرا لائنز د سولې په خبرو کې له افغان پلاوي او قطري چارواکو سره هم د سولې او په افغانستان کې د جګړې پر درولو خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډیبرا لاینز تېره ورځ د یوه پلاوي پر مشرۍ د قطر هېواد ته تللې او د خپلمنځي خیرو پر ډلو سربېره یې له قطري چارواکو سره هم پر وروستیو پرمختګونو غږېدلې ده.