تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۹, ۱۴۰۲)

د جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو پرېکړه لیک تصویب  کړ او د دې هېواد له مشرانو سره یې د اړیکو د زیاتولو غوښتنه وکړه.

دا غوښتنه له هغې وروسته وشوه، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل راپور کې له افغانستان سره د تعامل د ډېرولوغوښتنه وکړه.

د امنیت شورا پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترش څخه غوښتي، چې د راپور د سپارښتنو په ځانګړي توګه د بشري حقونو په اړه ځانته یو ځانګړی استازی وټاکي.

دا پرېکړه لیک د امنیت شورا د ۱۳ غړیو پر موافقو او د روسیې او چین پر ممتنع رایو تصویب شو.

په ملګرو ملتونو کې د جاپان سفیر یامازاکي کازویوکي له راې ورکولو مخکې ویلي وه: عربي متحده  امارات او جاپان په دې باور دي، چې د راتلونکیو خبرو اترو لپاره غوره بنسټ خپلواکه ارزونه ده.

هغه زیاته کړې: لکه څنګه، چې خپلواکه ارزونه ښیي؛ دا پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو پر همغږي، راټول او بنسټیز جوړښت د ور‌زیاتولو پر اړتیا ټینګار کوي.

د امريکا استازې د دغه پرېکړه ليک له تصويب وروسته ويلي: امريکا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د دغه پرېکړه ليک له غوښتنې څخه په کلکه ملاتړ کوي. یو ځانګړی استازی به د افغانستان په اړه د اړوند افغان سیاسي لوبغاړو او شریکانو په ګډون نړیوالې اړیکې پوره همغږې کړي.

له دې مخکې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت له چارسمبالي سره په کتنه کې ویلي وه، چې د ملګرو ملتونو له لوري د ځانګړي استازي د ټاکلو وړاندیز د افغانستان لپاره مناسب نه‌دی.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ګنګ شوانګ د جمعې پر ورځ ویلي، چې د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه باید د اسلامي امارت نظر ته درناوی وشي. که نه؛ نو دا به د نړیوالې ټولنې او افغان چارواکو تر منځ ناندرۍ نورې هم ډېرې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې د استازي مرستيالې انا اوستیګنيوا ويلي، چې د دې ټولنې عمومي منشي باید له افغان چارواکو سره سلا مشورې وکړي.

هغې ویلي: مونږ غواړو دا روښانه کړو، چې د عمومي منشي له پرېکړې به ملاتړ ونه‌کړو؛ خو که دا پرېکړه د حکومتي چارواکو لخوا ومنل شي. مونږ باور لرو؛  د افغانستان مسله یوازې هغه وخت حل کېدی شي، چې له واکمنو چارواکو سره همغږې او له زغمه ډکې خبرې وشي او ځینې غربي مرستندویان خپلې تشې خبرې بندې کړي او له بشري مرستو څخه ناوړه ګټه اخیستنه ودرول شي.

په کابل کې د ترکیې سفارت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک له تصویب هرکلی وکړ په کابل کې د ترکیې سفارت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې همغږۍ کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د راپور په اړه د امنیت شورا د پرېکړه لیک له تصویب هرکلی کړی دی. دې سفارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې راپور کې راغلې سپارښتنې به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي. دغه بنسټ زیاته کړې، چې ترکیه به د وړاندیزونو د تطبیق په برخه کې له افغانانو سره خپلې مرستې روانې وساتي. د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک د جمعې پر ورځ پر ۱۳ موافقو رایو تصویب شو؛ خو چین او روسیې له رایې ورکولو ډډه وکړه.

Trending

Exit mobile version