تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه غونډه کوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې پر ورځ د تړلو دروازو تر شاه د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه غونډه کوي.
ویل کیږي، چې پدې غونډه کې به د امنیت شورا غړي د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت خبرې وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق رسنیو ته وویل، چې د دغه سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکی مارتین ګریفیتس به د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
اسلامي امارت تمه لري، چې ملګري ملتونه به په دې غونډه کې د افغانستان د روانو ستونزو د له منځه وړلو لپاره خپلې همکارۍ روانې وساتي.
د اسلامي امارت ویاند بلال کریمي ټینګار کوي، چې کابل له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره د هېوادونو تعامل او همکارۍ ته اړتیا لري.
یو شمېر کارپوهان هم پدې باور دي، چې دا ډول غونډې به افغانستان ته د نړۍ پام را وګرزوي.
یو شمېر سیاسي کارپوهان هم خبرداری ورکوي، چې که له افغانستان سره د نړۍ اړیکې او تعامل پیاوړی نشي؛ هېوادوال به تر ټولو ډېر زیان وویني.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې حال کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه غونډه کوي، چې د نړیوالو ټولنو د معلوماتو له مخې دا مهال ۱۹ میلیون وګړي د خواړو له کمښت سره مخ دي او شپږ میلیون وګړي سملاسي د خواړو لپاره څه نلري.