تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ښځو پر کار او زدکړو محمدودیت غندلی او د ژوند په ټولو برخو کې یې د ښځو او نجونو د پوره او برابر ګډون غوښتنه کړې ده.
د دغې شورا غړیو په یوه اعلامیه کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اندېښنې د څرګندولو تر څنګ د افغانستان په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ډګرونو کې د ښځو او نجونو د بشپړې، برابرۍ او معنا لرونکې ونډې غوښتنه وکړه.
دې شورا له چارسمبالي حکومت( اسلامي امارت) څخه وغوښتل، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او د نجونو پر مخ د کار او زدکړو دروازې پرانیزي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي: دا محدودیتونه د افغانستان د خلکو په وړاندې د طالبانو( اسلامي امارت) له ژمنو او همدارنګه د نړیوالې ټولنې له تمو سره په ټکر کې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) دنده لري، چې په افغانستان کې له ټولو فعالانو، سیاسي اړخونو او واکمنو سره کار وکړي او د پرمختګونو په اړه امنیت شورا ته راپور ورکړي.
د دې ترڅنګ د امنیت شورا غړیو په نادولتي او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار د محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې دغه کړنه په افغانستان کې پر بشري چارو ناوړه اغېزه کوي.
د روانې اوونۍ په پیل کې د دغو محدودیتونو له لګولو راپدیخوا په افغانستان کې شاوخوا نیمايي مرستندویه موسسو خپل کارونه ځنډولي دي.
په همدې وخت کې د مالیزیا د لوړو زدکړو وزیر په یوه لیک کې د افغانستان د لوړو زدکړو له وزیر غوښتي، چې د نجونو د زدکړو د ځنډولو په اړه له سره غور وکړي.
نوموړي په دغه لیک کې دا هم ویلي، چې د ښځو او نجونو زدکړه په اسلامي ټولنو کې د پرمختګ، سولې او سوکالۍ لامل ګرځي.
تېره اوونۍ د لوړو زدکړو وزارت دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته مکتوب لېږلی و، چې د کابينې د پرېکړې پر بنسټ دې د ښځينه محصلينو تحصيل تر راتلونکې خبرتيا پورې وځنډوي.
د لوړو زدکړو وزیر حجاب نه مراعاتول، له شرعي محرم پرته د ښځینه محصلینو سفر، په لیلیو کې د نجونو پاتې کېدل او د نجونو او هلکانو ګډې درسي چارې د نجونو د زدکړو د ځنډولو لاملونه بللي دي. د لوړو زدکړو وزیر وايي، چې دوی ته اوس د شريعت پلي کول له ملي ګټو، د ټولنې تر پرمختګ او تمدن لومړیتوب لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک د افغانستان پر اسلامي امارت غږ کړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بېوسه کولو په اړه خپلې تګلارې ودروي.
