تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د استازولۍ په دفتر کې ۲ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د کورنیو چارو وزارت ویاند آریانا نیوز ته تائید کړې، چې پرون (یکشنبه، د سلواغې څوارلسمه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په دفتر کې ډزې شوې دي.

Published

on

رویټرز نن (دوشنبه د سلواغې پېنځلسمه) راپور ورکړې، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د دفتر په انګړ کې د ډزو له کبله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند آریانا نیوز ته تائید کړې، چې پرون (یکشنبه، د سلواغې څوارلسمه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په دفتر کې ډزې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي: “په دې پیښه کې یو کس ل. څه ټپي شوی او د اسلامي امارت یو ساتونکی «شهید» شوی دی.”

د ښاغلي قانع په وینا، د دې موضوع په اړه څېړنې روانې دي او جزئیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د ډزو په یوه پیښه کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د ډزو لامل تر اوسه معلوم ندی .

د قانع د څرګندونو له مخې، د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي او جزئیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.

 

Trending

Exit mobile version