تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان پر سیاسي او بشري حقونو خبرې کوي     

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۵, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ژنیو کې د افغانستان پر سیاسي او بشري حقونو دوه ورځنی بحث او خبرې کوي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو راپدیخوا سیاسي، بشري، اقتصادي او د کډوالۍ وضعیت د سویس په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د غړیو د دوه ورځنۍ غونډې د بحث اصلي موضوع ده.

په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله څرګندوي؛ د نوي حکومت له واک ته رسېدو راپدیخوا په افغانستان کې یو پېچلی سیاسي، اقتصادي، بشري او د کډوالۍ کړکېچ را منځته شو، چې ورسره بشري حقونه په ځانګړي توګه د ښځو په حقونو کې شاتګ راغی.

په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزماري ديکارلو وایي: پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راپدیخوا یو پېچلی سیاسي، اقتصادي، بشري او د کډوالۍ کړکېچ را منځته شو او بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونو له شاتګ سره مخ شول.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنره میشل باچله وایي: ما په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر وکړ، له لوړ پوړیو دولتي چارواکو سره مې وکتل او په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت مې د نړیوالو اندېښنه څرګنده کړه. داسې ښکاري، چې دوی بشري حقونو ته ژمن دي؛ خو عملي ګامونو ته اړتیا ده، ځکه په افغانستان کې وضعیت خراب دی او باید عملاً په ټولو سکتورونو کې اړینې هڅې تر سره شي.

په ملګرو ملتونو کې د ناروې د دایمي استازي مرستیاله څرګندوي؛ که لنډمهالی حکومت غواړي د نړیوالې ټولنې او د نړۍ د اقتصاد د مالي سیسټم برخه وي، باید د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.

په ملګرو ملتونو کې د ناروې د دایمي استازي مرستیاله ترینه هایمربک وایي: د قانون حاکمیت او بشري حقونو ته درناوی او په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت رامنځته کول، تلپاتې سولې او نړیوال مشروعیت ته د زمېنې برابرولو ضمانت کوي.  ملګري ملتونه دې په امنیت شورا کې له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکړي. آیا مونږ د امنیت شورا په پرتله په واضح توګه خبرې کولی شو؟ خو دا مهمه ده، چې مونږ د خپلو غوښتنو په ملاتړ کې یو موټي پاتې شو.

د بشري حقونو یو شمېر مدافعان او د ښځو د حقونو هڅاندي هم پر اوسني لنډمهالي حکومت د زیاتو نړیوالو فشارونو غوښتنه کوي.

افغان ډیپلوماټه عادله راز وایي: که طالبان تمه لري، چې نړیواله ټولنه یې پر رسمیت وپېژني او د بل هر هېواد په څیر ورسره چلند وکړي؛ نو دوی باید لومړی ګام پورته کړي او د نړیوالې ټولنې د یوه غړي په توګه یې نړیوال کنوانسیونونه پر رسمیت وپېژني او درناوی یې وکړي. که داسې ونشي؛ نو  د نړۍ د نه تعامل پایلې به د خلکو او حکومت لپاره خورا ترخې وي.

د بهرنیو چارو وزارت پخواني ویاند ګران هېواد ویلي؛ نړیوالې ټولنې د بشري حقونو او د قانون حاکمیت ته ډېره پاملرنه کړې او د یوه ټولګډونه حکومت رامنځته کول او ښوونځي ته له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ورتګ اجازه یې د دوی له مهمو غوښتنو څخه بللي دي. طالبانو( اسلامي امارت) هم په تېرو وختونو کې ژمنه کړې، چې عملي کوي به یې. که عمل پرې وکړي، ښايي د اوسني حکومت پر وړاندې په نړیوال دریځ کې بدلون راشي او دا به د رسمیت پېژندلو برخلیک یو څه آسانه کړي.

اسلامي امارت په وار وار ویلي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو بشري حقونو ته درناوی لري او د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي.

Trending

Exit mobile version