سیمه ییز خبرونه

د ملګرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ په ۲۰۱۲ كال كې ۲۷۵۴ملكي وګړي وژل شوي دی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملګرو ملتونو تازه رپوټ ښيي، چې د وروستيو شپږو كلونو په پرتله تېر كال د افغان ملكي وګړو تلفات دولس سلنه كم شوي دي.

په افغانستان كې د ملګرو ملتونو څانګې د افغان ملكي وګړو د تلفاتو په باب تازه رپوټ خپور كړى، چې ښيي په ۲۰۱۲ كال كې د وروستيو شپږو كلونو په پرتله ملكي تلفات دولس سلنه كم شوي دي، او عامل يې د افغان حكومت د ملاتړو ځواكونو د هوايي بريدونو كموالى دى.

د دې رپوټ پر بنسټ په ۲۰۱۲ كال كې ۲۷۵۴ملكي وګړي وژل شوي او څلور زره اته سوه پنځه نور ټپيان شوي دي.

كومې شمېرې، چې په دې رپوټ كې خپرې شوي، ښيي، چې د دې تلفاتو مسئول په سلو كې يو اتيا وسله وال مخالفين، اته سلنه دولت پلوه ځواكونه او ۱۱ سلنه ناڅرګند دي.

لدې سره په يوه وخت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په افغانستان كې د ملكي وګړو د تلفاتو اوسنۍ شمېرې د اندېښنې وړ بولي او د جګړې له ښكېلو لورو په ځانګړې توګه طالبانو څخه غواړي، چې د ملكي وګړو د ساتنې لپاره هڅې وكړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى يان كوبيش وایی:

مونږ غواړو د دولت له وسله والو مخالفينو په ځانګړي ډول له وسله والو طالبانو سره د ملكي وګړو د ځان د حفاظت او د هغوى د بشري حقونو په باب په تماس كې ووسو.

مونږ غواړو، چې وسله وال طالبان د ملكي وګړو د وژلو لپاره له چاودېدونكو توكو څخه كار وانخلي.

مونږ غواړو ځانمرګي بريدونه تر سره نه شي همدا راز زمونږ غوښتنه دا ده، چې د افغان ماشومانو ماغزه ونه وينځل شي او د ملكي وګړو د وژلو لپاره چمتو نكړاى شي ځكه، چې دا اسلامي طريقه نه ده، چې يو مسلمان دې خپل بل مسلمان ورور ووژني.

دغه رپوټ همدا راز ښكاره كوي، چې وسله والو مخالفين د وړاندې طرحه شويو بريدونو په ترڅ كې په پراخه كچه ملكي وګړي په نښه كوي، همدا راز په دغه رپوټ كې ښكاري، چې د تېر كال په پرتله په ځاى پر ځاى شويو بمونو او ځانمرګو بريدونو كې ۱۰۸ سلنه زياتوالى راغلى، چې په قربانيانو كې يې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په دغه رپوټ كې د دولتي چارواكو، مذهبي رهبرانو، قومې مشرانو، د پوليسو د افسرانو او د هغو كسانو د سازمان شويو وژنو په باب هم اندېښنه ښودل شوې، چې د سولې له بهير څخه ملاتړ كوي.

رپوټ ښكاره كوي، چې په دغو وژنو كې د تېر كال په پرتله ۷۰۰ سلنه زياتوالى راغلى دى.

يان كوبيش همدارنګه زیاتوی، كه څه هم په افغانستان كې د ملكي وګړو د تلفاتو كموالى ليدل شوى، خو بيا هم دغه وګړي له ستونزمنو حالاتو سره مخ دي.

د افغانستان په ډېرو سيمو كې وسله والې نښتې ملكي وګړي ګواښي.

له دغې موقع څخه په ګټې يو ځل بيا په وسله والو نښتو كې له ټولو ښكېلو خواوو غواړم، چې د ملكي وګړو د تلفاتو مخنيوي ته جدي پاملرنه وكړي.

د دغه رپوټ له مخې په تېرو شپږو مياشتو كې شاوخوا پنځلس زره افغان ملكي وګړو د وسله والو نښتو پر مهال ژوند له لاسه وركړى، چې تر ډېره بريده يې وسله وال طالبان مسئول پېژندل شوي دي.

همدا راز په كابل كې د ملګرو ملتونو نمايندګي له وسله والو طالبانو غواړي، چې د ملكي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره د نړيوالو قوانينو په بنسټ هڅه وكړي.

Trending

Exit mobile version