تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله افغانستان ته سفر کوي
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا سفر به د پلان له بشپړېدا وروسته رسمي اعلان شي.
ملګرو ملتونو تائید کړې؛ د سیاسي او سوله ساتو چارو لپاره د سازمان د عمومي منشي مرستیال رزماري ډیکارلو پلان لري، چې د روانې میاشتې په وروستیو کې کابل ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا سفر به د پلان له بشپړېدا وروسته رسمي اعلان شي.
دوجاریک ویلي، چې دا سفر د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوټرش لهخوا د ۲۰۲۳ کال په می میاشت کې د پیل شوي دوحې د بهیر تعقیب لپاره دی. هغه ټینګار وکړ، چې ښکېلتیا باید اصولي او عملي وي، چې د افغانانو د ګټو او هوساینې راوڅرخیږي.
د ډیکارلو د سفر پلان په پیل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لهخوا د سېشنبې پر ورځ له امیر خان متقي سره د یوناما د چارواکو له لیدنې وروسته اعلان شو.