تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۳۹۹)

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش ژان آرنولډ د افغانستان او سیمه ییزو چارو لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.

ملګرو ملتونو په ډاګه کړې، چې آرنولډ به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت (یوناما) او د سیمې له نورو هېوادونو سره په افغانستان کې د سیاسي حل لپاره همکاري کوي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې؛ آرنولډ په نړیواله ډیپلوماسۍ کې ۳۰ کلنه تجربه لري او په اروپا، آسیا، آفریقا، لاتینه امریکا او افغانستان په هېوادونو کې یې د ملګرو ملتونو د استازي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

هغه له دې مخکې د کولمبیا لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي او همدارنګه  د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي په توګه دندې ترسره کړي دي.

دغه راز یې له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۰ کلونو پورې د بولیویا په هېواد کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی و.

امریکا غواړي په افغانستان کې د سولې بهیر ګړندي کړي  او له ملګرو ملتونو یې هم په دې اړه د مرستې غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په مسکو ښار کې د افغانستان د سولې په اړه  د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ناسته جوړه شوې ده.

Trending

Exit mobile version