تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو مرستیالې په افغانستان پر ښځو د لګېدلو بندیزونو د لغوه کېدا غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د خبرپاڼې له مخې؛ دیکارلو د خپلو لیدنو پر مهال اسلامي امارت هڅولی، چې د دوحې په بهیر کې بشپړ ګډون وکړي او هغه نړیوالې ژمنې پوره کړي، چې د افغانستان د بیا ادغام لپاره نړیواله ټولنه ورته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو ټولنې د عمومي منشي د سولې او سیاسي چارو مرستیالې روزمري ډیکارلو کابل ته د خپل سفر پر مهال په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار د لګېدلو بندیزونو د سمدستي لغوه کېدا غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د خبرپاڼې له مخې؛ دیکارلو د خپلو لیدنو پر مهال اسلامي امارت هڅولی، چې د دوحې په بهیر کې بشپړ ګډون وکړي او هغه نړیوالې ژمنې پوره کړي، چې د افغانستان د بیا ادغام لپاره نړیواله ټولنه ورته اړتیا لري.
دواړو لوریو هوکړه کړې، چې خبرې او تعامل به روان ساتي.
د ملګرو ملتونو دې چارواکې د سرحدونو له لارې د بشري مرستو د بېخنډه لېږد پر اړتیا هم ټینګار کړی او له افغان چارواکو یې غوښتي، چې د اړتیا لرونکو کسانو ته د مرستو د رسولو د آسانتیا لپاره همکاري وکړي.
همدارنګه نوموړې له افغان ښځو او د مدني ټولنې له استازو سره هم لیدلي او په هېواد کې یې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه ښکاره کړې ده.