سوداگري
د ملګرو ملتونو چارواکو د اقتصاد وزارت له چارسمبالي سره د بشري مرستو پر پلي کولو خبرې وکړې
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وایي: دا ناسته او خبرې “د خلکو پر اقتصادي اړتیاوو او پرمختیایي لومړیتوبونو” راوڅرخېدې او دا ټینګار وشو، چې “بشري مرستې اغېزمنې او رڼې پلې شي.”
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا او مرستیالې یې انډریکا راټواته د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت له چارسمبالي( سرپرست ) دین محمد حنیف سره بحث او خبرې کړې دي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وایي: دا ناسته او خبرې “د خلکو پر اقتصادي اړتیاوو او پرمختیایي لومړیتوبونو” راوڅرخېدې او دا ټینګار وشو، چې “بشري مرستې اغېزمنې او رڼې پلې شي.”
د خبرپاڼې له مخې؛ د اقتصاد وزارت چارسمبالي په دې ناسته کې ټینګار وکړ، چې په روان کال کې باید د نړیوالو ادارو پاملرنه په هېواد کې پراختیایي فعالیتونو او د پروژو پلي کولو ته راواوړي، چې ورسره معیشتي ستونزې حل او د غربت او بې کارۍ کچه راټیټه شي.
د خصوصي سکټور غړي وايي؛ که په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو له لوري د هېواد د خصوصي سکټور او د اقتصادي پروژو په برخه کې همکاري پراخه شي؛ نو نه یوازې به د کرنې سکټور وکولی شي په هېواد کې د بې کارۍ کچه راټیټه کړي، بلکې د خلکو د ورځینیو عوایدو پر زیاتوالي به هم مثبتې اغېزې ولري.
د خصوصي سکټورغړي وايي؛ که د نړیوالو مرستیندویه بنسټونو له لوري په هېواد کې له انکشافي او اقتصادي پروګرامونو سره همکاري پرا خه شي له دې سره به په هېواد کې زرګونه کسانو ته د دوا مداره کار د زمینې ترڅنګ د ملي اقتصاد پر پراختیا هم مثبتې اغئزې وکړي.