سیمه ییز خبرونه
د ملگرو ملتونو امنيت شورا حقاني شبكه په خپل تور ليست كې شامله كړه
ملگري ملتونه وايې:
دا ډله په افغانستان كې د ډېرو خونړيو بريدونو مسووله ده، چې ملكيانو ته يې ډېرتلفات اړولي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې وړاندې له دې د امريكا دولت هم حقاني شبكه په خپل تور ليست كې شامله كړې وه.
په افغانستان كې د حقاني شبكې له خوا ويجاړونكي فعاليتونه دوام لري او له دې سره په يوه وخت پردې ډلې نړيوال بنديزونه هم پراخيږي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت يو څه موده وړاندې دا شبكه په خپل تور ليست كې شامله كړه او دا چاره د دې لامل شوه، چې د حقاني شبكې مالي سرچينې په سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو كې گډوډې شي.
د دې شبكې يو غړى عبدالروف ذاكر، چې ډېرځانمرگي بريدونه يې سنبال كړي، هم په دې ليست كې شامل شوى دى.
له ترهگرو ډلو څخه د پاكستان د ملاتړ دوام بل مورد دى، چې د ولسي جرگې ځينې غړي ورته اشاره كوي.
د ولسي جرگې غړى شېرولي وردگ پر دې ډلې د پوځي فشارونوغوښتونكى دى.
د ولسي جرگې غړى محمد رضا وطن دوست له ملگرو ملتونو او امريكا غواړي، چې پاكستان هم په نړۍ كې له ترهگرو د ملاتړي هېواد په ليست كې شامل كړي.
حقاني شبكه، چې د جلال الدين حقاني له خوا جوړه شوې ده، ويل كيږي له طالبانو او القاعده شبكې سره نږدې اړيكې لري او د پاكستان پوځ هم له دې شبكې څخه سياسي او پوځي ملاتړ كوي.