تازه خبرونه
د منځني ختیځ له کړکېچ وروسته د افغانستان له هسک د نړیوالو الوتنو کچه مخ پر ډېرېدو شوه
د هوايي چلند شرکتونو له هرې الوتنې څخه د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته ۷۰۰ ډالره ورکړي، اسلامي امارت ته د عاید یوه مخ پر وده سرچینه ده.
پر اسرائیلو د ایران له توغندیزو بریدونو او د تلابیب له لوري د ځوابي برید له احتمال وروسته له افغانستان څخه د نړیوالو الوتنو شمېر ډېر شوی دی.
د ۲۴ رادارفلایټ څرګندونې ښيي، چې د پنجشنبې پر ورځ (د تلې دولسمه) ۱۹۱ الوتنې د افغانستان له هسک تېرې شوې دي.
د هوايي چلند شرکتونو له هرې الوتنې څخه د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته ۷۰۰ ډالره ورکړي، اسلامي امارت ته د عاید یوه مخ پر وده سرچینه ده.
د ۲۰۲۱ ز، کال په اګست میاشت کې د جمهوري رژیم له ړنګېدا او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د امنیتي او سیاسي اندېښنو له کبله د افغانستان هوايي حریم د نړیوالو الوتنو پر مخ وتړل شو.
د اوکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس له برید او په غزه کې د جګړې او د منځني ختیځ د کړکېچ له زیاتېدا وروسته د افغانستان له هسک څخه نړیوالې الوتنې مخ پر ډېرېدو دي.
د ۲۴ رادارفلایټ سایټ زیاته کړې، چې د اګست په دوهیمه اوونۍ کې د ۲۰۲۳ کال د اګست پر پرتله د افغانستان له فضا څخه د الوتنو شمېر اوه چنده ډېر شوی.
دغه بهیر وروسته له هغه زور واخیست، چې پر اسرائیلو د ایران له وروستیو توغدیزو بریدونو وروسته ډېري هوايي شرکتونه اړ شول، چې له اروپا څخه آسیا ته د ایران د هوايي حریم لاره پرېږدي.
یاد سایټ دا هم ویلي، چې د سپټمبر له ۱۹ څخه تر ۳۰ پورې هره ورځ په اوسط ډول ۱۴۷ الوتنې د افغانستان له هسک څخه تېریږي. په دې کې هغه الوتنې شمېرل شوې ندي، چې موخه یې افغانستان و. په دې حساب د افغانستان اسلامي امارت هر کال له خپل هوايي حریم څخه ۳۷ میلیون ډالره عاید ترلاسه کوي.
دا شمېر د ایران له توغندیزو بریدونو وروسته د سې شنبې پر ورځ په سلو کې ۱۷۱ الوتنو ته زیات شو او بیا د پنجشنبې پر ورځ (د تلې دولسمه) ۱۹۱ الوتنو ته ورسېد، چې دا د اسلامي امارت له واکمنۍ راپدېخوا په یوه ورځ کې د ټرانزیټي الوتنو تر ټولو لوړه کچه ده.
د سویس ایر، فینایر، سنګاپور ایرلاینز، بریټش ایرویز او لوفتهانزا هغه هوايي شرکتونه دي، چې الوتنې یې افغانستان ته راګرځېدلې دي.
د ۲۴ رادارفلایټ سایټ ویاند انډیپنډنټ ورځپاڼې ته ویلي: مونږ شاهدان یوو؛ هغه الوتکې، چې معمولاً د ایران له فضا څخه تېرېدې اوس د افغانستان له هسکه کار اخلي. لکه څنګه، چې د منځني ختیځ پر هوایی ډګر ډېر محدودیتونه لګول شوي؛ نو هوایی شرکتونه اړ دي، چې د خطر ارزونې او ښه غوراوي تر منځ پرېکړه وکړي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoتېر کال په ټوله نړۍ کې انسانتهورته ۷۰۰۰روبوټونه پلورل شوي
-
لوبی4 days agoافغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې

