تازه خبرونه
د منځنۍ آسیا هېوادونه دې د افغانستان په اړه همکاري زیاته کړي – قرغزستان
(Last Updated On: ليندۍ ۸, ۱۴۰۲)
د قرغزستان بهرنیو چارو وزیر د منځنۍ آسیا له هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان په اړه همکاري او همغږي زیاته کړي.
د منځنۍ آسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کلنۍ غونډه کې د قرغزیستان د بهرنیو چارو وزیر جنبیک کولوبایف ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د امنیت او سوکالۍ لپاره اړین دي.
د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، کولوبایف د دې ناستې پر مهال په افغانستان کې د یوناما له فعالیتونو ملاتړ څرګند کړ.
په دې غونډه کې، چې د دوشنبې او سې شنبې پر ورځو د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړه شوې وه؛ د اسلامي امارت هیڅ چارواکي ګډون نه درلود، خو د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په کې ګډون وکړ او په افغانستان کې یې د یوناما د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.