Connect with us

تازه خبرونه

د منځنۍ آسیا یو هېواد هم له افغانستان څخه ګواښل شوی نه‌دی – ذبیح الله مجاهد

خپور شوی

د

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې د دفاع وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې افغانستان د منځنۍ آسیا هېوادونو ته ګواښ دی؛ ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د منځنۍ آسیا یو هېواد هم د افغانستان له خاورې ګواښل شوی نه‌دی.

د اسلامي امارت ویاند د روسیې امنیتي اندېښنې ردوي او په دې اړه وایي؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت څخه دوه نیم کاله وروسته هم د منځنۍ آسیا هیڅ هېواد ته له افغانستان څخه ګواښ نه‌دی پېښ شوی.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله ويلي، دا ډول څرګندونې د هیڅ لوري پر ګټه نه‌دي او د افغانستان خاوره د دغو هېوادونو پر ضد نه کارول کیږي.

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو تېره ورځ د دغه هېواد له جګپوړو پوځي چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې افغانستان د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی او د تېر کال پر پرتله په افغانستان کې د داعش وسلوالو شمېر ۱۵ سلنه زیات شوی دی.

دغه لوړپوړي روسي امنیتي چارواکی زیاته کړې، چې داعش هڅه کوي په منځنۍ اسیا کې افراطي افکارو ته لمن ووهي او د ډله‌ییز امنیت تړون د سازمان په جنوبي پولو کې تخریبي فعالیتونه ترسره کړي.

د روسیې د دفاع وزیر دا هم ویلي، چې مسکو د نشه‌يي توکو په تولید کې د شل فیصده ډېروالي او مرکزي آسیا ته یې د قاچاق په اړه وار د مخه وړاندویېنه کړې ده.

ویل کیږي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا رامنځته کیدو راپدیخوا، تاجکستان او روسیې له افغانستان سره پر پوله څو ګډ تمرینونه کړي دي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د روسیې د امنیت شورا منشي نیکولای پیتروشیف ادعا کړې، چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۰ ترهګریزې ډلې او تر ۲۳۰۰۰ زیات وسلوال شته او د افغانستان د اوسني ستونزمن وضعیت مسووله امریکا ده.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په هېواد کې د وسله‌والو ډلو شتون ردوي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!