تازه خبرونه
د منځنۍ آسیا یو هېواد هم له افغانستان څخه ګواښل شوی نهدی – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې د دفاع وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې افغانستان د منځنۍ آسیا هېوادونو ته ګواښ دی؛ ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د منځنۍ آسیا یو هېواد هم د افغانستان له خاورې ګواښل شوی نهدی.
د اسلامي امارت ویاند د روسیې امنیتي اندېښنې ردوي او په دې اړه وایي؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت څخه دوه نیم کاله وروسته هم د منځنۍ آسیا هیڅ هېواد ته له افغانستان څخه ګواښ نهدی پېښ شوی.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله ويلي، دا ډول څرګندونې د هیڅ لوري پر ګټه نهدي او د افغانستان خاوره د دغو هېوادونو پر ضد نه کارول کیږي.
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو تېره ورځ د دغه هېواد له جګپوړو پوځي چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې افغانستان د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی او د تېر کال پر پرتله په افغانستان کې د داعش وسلوالو شمېر ۱۵ سلنه زیات شوی دی.
دغه لوړپوړي روسي امنیتي چارواکی زیاته کړې، چې داعش هڅه کوي په منځنۍ اسیا کې افراطي افکارو ته لمن ووهي او د ډلهییز امنیت تړون د سازمان په جنوبي پولو کې تخریبي فعالیتونه ترسره کړي.
د روسیې د دفاع وزیر دا هم ویلي، چې مسکو د نشهيي توکو په تولید کې د شل فیصده ډېروالي او مرکزي آسیا ته یې د قاچاق په اړه وار د مخه وړاندویېنه کړې ده.
ویل کیږي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا رامنځته کیدو راپدیخوا، تاجکستان او روسیې له افغانستان سره پر پوله څو ګډ تمرینونه کړي دي.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د روسیې د امنیت شورا منشي نیکولای پیتروشیف ادعا کړې، چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۰ ترهګریزې ډلې او تر ۲۳۰۰۰ زیات وسلوال شته او د افغانستان د اوسني ستونزمن وضعیت مسووله امریکا ده.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په هېواد کې د وسلهوالو ډلو شتون ردوي.