تازه خبرونه
د مهاجرت نړیواله ټولنه له افغانانو سره د مرستو لپاره ۵۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري
د مهاجرت نړیوالې ټولنې زیاته کړې؛ د دوی تمرکز د سوریې او اوکراین د وګړو ترڅنګ پر افغانانو هم دی. اسلامي امارت دا هم ويلي، چې د افغان کډوالو ته د لاسرسي لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د ۲۰۲۵ کال د بودجې په غوښتنه کې ویلي؛ ۸ اعشاریه ۲ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري، چې ۴۹۹ میلیون او ۸۰۰ زره ډالره به پر افغانستان ولګول شي.
د مهاجرت نړیوالې ټولنې زیاته کړې؛ د دوی تمرکز د سوریې او اوکراین د وګړو ترڅنګ پر افغانانو هم دی. اسلامي امارت دا هم ويلي، چې د افغان کډوالو ته د لاسرسي لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا ده.
د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د راپور په یوه برخه کې راغلي: ” آی او ام دې بودجې ته اړتیا لري او غواړي خپلې مرستې په بېلابېلو سکټورونو کې ناورین ځپلیو او بې ځایه شویو خلکو ته ورسوي. هغه خلک، چې په اوکراین کې د جګړې له کبله تښتي یا په ترکیه کې د سوریې کډوال او د منځنۍ آسیا څخه افغانان د لویدیځ بالکان هېوادونو ته د مهاجرت په لاره کې پراته دي. دا اداره ژمنه ده، چې د ښځو او کوچنیانو لپاره اړین خوندیتوب او ملاتړ چمتو کړي.”
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د څرګندونو له مخې، افغان کډوال په نړۍ کې له سوريايي او اوکرایني کډوالو وروسته درېیم لوی بېځایه شوی نفوس دی.
د راپورونو له مخې؛ په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۰ اعشاریه ۹ میلیون افغانان د جګړو، تاوتریخوالي او فقر له کبله بې ځایه شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په نړۍ کې د افغانستان د خلکو بې ځایه کیدا ځوروونکې ده او د افغان کډوالو لپاره د رښتینې او عملي مرستې غوښتنه کوي.
د کارپوهانو ویلي؛ د افغانستان ځوانان او خلک داسې وضعیت غواړي، چې کډوالۍ ته اړ نشي. داسې انګیرل کیږي، چې مناسب کاري شرایط، د اقتصادي وضعیت ښهوالی او په حکومتولۍ او ټولنه کې د ټولو ظرفیتونو کارول کولی شي مهاجرت کم کړي.
