تازه خبرونه
د مهاجرینو چارو وزارت له درې بنسټونو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
د مهاجرینو چارو وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د دې وزارت د مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد او درې بنسټونو ( د روغتیا او افغاني ټولنې بیارغونې موسسې، د جنډر د برابرۍ او د ملي اجنډا پراختیا او د نړیوالې مرستیالۍ پلاوي ) د استازیو تر منځ د ۶۸۸ زره او ۷۸۴ ډالرو پر ارزښت د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د دغو هوکړه ليکونو له مخې؛ د روغتیا او افغاني ټولنې بیا رغونې موسسه به د پروان ولايت د ۱۴۵۰ کورنيو لپاره د ژمنيو جامو، سون توکو د برابرولو لپاره ۶۲۲ زره ۳۷۶ ډالره لګوي.
دغه راز د جندر د برابرۍ او د ملي اجنډا پراختیا موسسه به د ۵۰ زره ډالرو پر لګښت د چرګانو کوچنيو فارمونو، د لوښو منځلو مایع د تولید لپاره د دوه ماشینونو د نصبولو، د خیاطۍ ۱۶ماشینونو، ۱۵ لاسګاډو، د کار و باري مهارتونو چمتو کولو او په بلخ ولایت کې د ۲۰۰ کورنیو لپاره د حرفوي کورسونو په جوړولو کې مرسته کوي او دغه راز به د نړیوالې مرستیالۍ پلاوي بنسټ په بلخ کې د ۲۲۰ کورنیو لپاره د نغدو پیسو د وېش په برخه کې ۱۶ زره او ۴۰۸ ډالره ولګوي.
دا په داسې حال کې ده، چې له ګاونډ هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ هم روانه ساتل شوې ده.