Connect with us

تازه خبرونه

د مهاجرینو چارو وزارت له درې بنسټونو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

خپور شوی

د

د مهاجرینو چارو وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د دې وزارت د مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد او درې بنسټونو ( د روغتیا او افغاني ټولنې بیارغونې موسسې، د جنډر د برابرۍ او د ملي اجنډا پراختیا او د نړیوالې مرستیالۍ پلاوي ) د استازیو تر منځ د ۶۸۸ زره او ۷۸۴ ډالرو پر ارزښت د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د دغو هوکړه ليکونو له مخې؛ د روغتیا او افغاني ټولنې بیا رغونې موسسه به د پروان ولايت د ۱۴۵۰ کورنيو لپاره د ژمنيو جامو، سون توکو د برابرولو لپاره ۶۲۲ زره ۳۷۶ ډالره لګوي.

دغه راز د جندر د برابرۍ او د ملي اجنډا پراختیا موسسه به د ۵۰ زره ډالرو پر لګښت د چرګانو کوچنيو فارمونو، د لوښو منځلو مایع د تولید لپاره د دوه ماشینونو د نصبولو، د خیاطۍ ۱۶ماشینونو، ۱۵ لاس‌ګاډو، د کار و باري مهارتونو چمتو کولو او په بلخ ولایت کې د ۲۰۰ کورنیو لپاره د حرفوي کورسونو په جوړولو کې مرسته کوي او دغه راز به د نړیوالې مرستیالۍ پلاوي بنسټ په بلخ کې د ۲۲۰ کورنیو لپاره د نغدو پیسو د وېش په برخه کې ۱۶ زره او ۴۰۸ ډالره ولګوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ګاونډ هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ هم روانه ساتل شوې ده.

تازه خبرونه

اسلامي امارت امریکایی بندي ډینس کویل خوشې کړ

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن( سې‌شنبه د وري څلورمه ) د کویل مور د اسلامي امارت رهبر ته په یوه لیک کې د لوی اختر پر مناسبت د بښنې او د خپل زوی د خوشې کېدا غوښتنه کړې وه او سترې محکمې د هغه زندان کافي وګاڼه او د هغه د خوشې کولو پرېکړه یې وکړه.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکایي وګړي ډینس کویل له بند څخه د خوشې کېدا خبر ورکړ.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن( سې‌شنبه د وري څلورمه ) د کویل مور د اسلامي امارت رهبر ته په یوه لیک کې د لوی اختر پر مناسبت د بښنې او د خپل زوی د خوشې کېدا غوښتنه کړې وه او سترې محکمې د هغه زندان کافي وګاڼه او د هغه د خوشې کولو پرېکړه یې وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو کچه ۳ میلیون پونډه کړه

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.

Published

on

بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۳ میلیون پونډه (۳۷۵ میلیون افغانۍ) اعلان کړه، چې موخه یې د طبیعي پېښو له کبله د زیانمن شویو خلکو ملاتړ دی.

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.

له دې نوې مرستې سره افغانستان ته د بريټانیا سږنۍ دوه اړخیزه مرسته ۱۵۴ میلیون پونډ (۱۳.۸ میلیارډ افغانۍ) ته رسیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

برلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني

له دې مخکې د جرمني ای‌آر‌ډي ټلویزیون راپور ورکړی و: نبراس‌الحق عزیز نومی کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ په برلین کې د افغانستان د سفارت دنده پر غاړه اخیستې ده.

Published

on

د جرمني حکومت اعلان کړی، چې د اسلامي امارت استازی په برلین کې د افغانستان د سفارت د سفیر یا چارسمبالي او شارژدافیر په توګه نهپېژني.

له دې مخکې د جرمني ای‌آر‌ډي ټلویزیون راپور ورکړی و: نبراس‌الحق عزیز نومی کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ په برلین کې د افغانستان د سفارت دنده پر غاړه اخیستې ده.

د دویچه ویله د څرګندونو له مخې؛ د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې پر ورځ په برلین کې ویلي: “د بهرنیو چارو وزارت ته [په افغان سفارت کې] د پرسونل په اړه د کوم بدلون خبر ورکړ شوی نه‌دی.”

هغه زیاته کړې؛ د جرمني حکومت به له افغانستان اسلامي امارت سره اړیکه ونیسي او خبر به ورکړي، چې ” د [ سفارت حقوقي وضعیت] به پخپل اوسني حال پاتې شي.”

د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم څرګنده کړې، چې په سفارت کې نوی مامور یوازې هغه وخت د سفیر په توګه پېژندل کیږي، چې هېواد یې مخکې هغه کوربه هېواد ته ورپېژندلی وي او کوربه هېواد ورته باورلیک ورکړی وي.

هغه ټینګار کړی، چې د افغان سفارت په اړه داسې کوم کار نه‌دی شوی.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي، چې برلین په جرمني کې د افغانستان له منظمو قونسلي خدمتونو سره ډېره لېوالتیا لري. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له دې کار سره “هغه کسان، چې له جرمني څخه وتلو ته اړ وي” بېرته راستنېدا ته یې لار اواروي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!